' د ویده کېدو مهال لوبو کې فعالیت لپاره غوره دی '

Image caption ساینسپوهانو د یوې ورځې کې د لوبغاړو فعالیت ارزولی

برتانوي څېړونکي وايي، هغه طبیعي ساعت چې د انسان په بدن کې دننه موجود دی، په لوبو کې د انسان برخې اخیستو لړ کې په ډرامايي انداز اغیز کوي.

دوی وايي دغه ساعت اولمپیک لوبو کې د یوه لوبغاړي وړتیا د سرو زرو مډال تر لاسه کولو تر حده زیاتولای شي.

د برمنګهم پوهنتون څېړونکو یوې ورځې مودې کې د لوبغاړو فعالیت جاج اخیستی.

څېړونکي وايي دوی کولای شي په اروپايي فوټبال لوبو کې د هسپانوي فوټبال لوبډلو بریالیتوب تشریح کړي.

څېړونکي وايي همدا داخلي ساعت د انسان مختلف فعالیتونه کنترولوي.

ماسپښین مهال د ډېری لوبغاړو د فعالیت کچه اوج ته رسیږي، خو بیالوژي مجلې کې دغه خپاره شوي رپوټ له مخې د لوبغاړو ویده کېدو عادت د دوی پر فعالیت ژور اغېز کوي.

څېړونکو د هاکي له ۲۰ لوبغاړو وغوښتل چې ۲۰ متره واټن نه په مختلفو وختونو کې واوړي.

ښځینه لوبغاړو د ګهیځ له اوو بجو د شپې تر لسو بجو مختلفو وختونو کې دغه واټن نه د تېرېدو تمرین وکړ.

د تمرین پایلو وښوده، چې ماسپښین قضا د لوبغاړو فعالیت ښه و. خو ساینسپوهانو ګهیځ، غرمه او ماښام مهال هم د دوی فعالیت جاج واخیست.

د څېړنې مشر ډاکټر رونالډ برینډسټیټر بي بي سي نیوز ویبپاڼې ته وویل، چې د ځغاستې لوبغاړو او روزونکو ته به یې له دغه تحقیق نه ډېره ګټه ورسیږي.

د دوی په خبره د المپیک لوبو پر مهال لومړی او څلورم مقام تر لاسه کونکو ځغاستې لوبغاړو تر منځ یوه سلنه توپیر موجود وي.

ساینسپوهان وايي د انساني بدن دغه داخلي ساعت کې بدلون راوستل شوني دي. د ډاکټر رونالډ برینډ سټیټر په خبره همدغه داخلي ساعت د اروپايي فوټبال لوبو او چیمپینز لیګ اتلولیو پر مهال د انګلستان لوبغاړو پر فعالیت ژور اغیز درلود.