د سعودي بلاګ لیکوال سزا دویم ځلې وځنډوله شوه

د انځور حقوق FAMILY HANDOUT
Image caption درې اونۍ مخکې د البداوی قضیه د پخواني پاچا عبدالله له دفتره د هېواد سترې محکمې ته وسپارله شوه.

سعودي عربستان کې چارواکو دویم ځلې د بلاګ لیکونکي ریف البداوي په لښتو ( درو ) وهل ځنډولي دي.

تر اوسه یې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تېره اونۍ ویل شوي و، چې ښاغلی بداوی لومړی ځل په لښتو له وهل کېدو وروسته دویم ځل له روغتیاِيي پلوه د سزا زغملو وړ نه و.

نوموړي ته له دې کبله د ۱۰۰۰ لښتو او لسو کلونو زندان سزا ورکړله شوې وه، چې اسلام ته یې سپکاوی کړی دی.

په نړیواله کچه نوموړي ته د سزا ورکولو له کبله اعتراضونه شوي دي. درې اونۍ مخکې د نوموړي قضیه د پخواني پاچا عبدالله له دفتره د هېواد سترې محکمې ته وسپارله شوه.

نوي سعودي پاچا سلمان د هغو زندانیانو بښنې یو امر کړی، چې د ( حقوق العباد ) نوم ورکړل شوی دی او کېدای شي بداوي هم پکې شامل وي.

د جمعې په ورځ د حقونو یوه فعاله او په بلاګ لیکنه کې د بداوي ملګرې سعود الشمري له زندانه خوشې شوه.

هغه درې میاشتو پورې له کوم تور لګېدو پرته پر ټویټر د هغه پیغام له کبله زندان کې تېرې کړې، چې مخالفانو یې اسلام ته سپکاوی باله.