بریتانیا کې 'زما جومات ته راشئ' ورځ‌ ولمانځل شوه

Image caption په بریتانیا کې نژدې ۱۷۵۰ جوماتونه فعالیت کوي.

په بریتانیا کې له ۲۰ ډېرو جوماتونو نن یکشنبې د فبروري په لومړۍ نېټه خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستې وې.‌ د ''زما جومات ته راشئ'' په نامه دغه ورځ‌ د بریتانیا د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.

فرانسه کې د تېرې میاشتې له بریدونو وروسته، دا د بریتانیا له هغو هڅو څخه یوه ده چې کوښښ کوي د ټولنې د بېلا بېلو برخو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

سعید او شریف کواشي د تېرې جنورۍ په لومړیو کې د چارلي ابدو طنزي جملې پر دفتر برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۲ کسه چې څو تنه یې د دغې مجلې کارتون جوړوونکي وو، ووژل شول.

یوه ورځ وروسته له هغې په پارس کې پر یوه پلورنځي چې د یهودیانو و، برید وشو او څو تنه یې په کې برمته نیول شوي وو.

خو دا برید وروسته د پولیسو له برید نه چې برمته کوونکی په کې ووژل شو پای ته ورسېد او ټول ټال په دې برید کې ۱۷ تنه ووژل شول.

مذهبي چارو کې د بي بي سي خبریال وايي، هغه مسلمان ځوانان چې د اسلامي دولت (داعش) په نامه ډلې د اورپکو ترڅنک جنګېدو لپاره له بریتانیا بهر شوي، شمېر یې د بریتانیا د ۳ میلیونو مسلمانانو پر وړاندې هېڅ هم نه دی.

او نه هم د هغوی استازیتوب کولی شي خو دا د کوتو په شمېر څو تنو د عامه خلګو ذهنیتونه یې د مسلمانانو په اړه تر اغیزې لاندې راوستي دي.

Image caption د بریتاینا د مسلمانانو د شورا چارواکي وايي، د بریتانیا ۵۵ تر ۶۰ سلنه جوماتونه د دغې شورا په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د بریتانیا د مسلمانانو شورا وایي، د دې کتنې او لیدنې تر سره کوونکي راغلو خلکو ته د جومات د مدیریت په اړه توضیحات ورکوي د دې شورا غړي وایي، د ټولنې د بېلابېلو ډلو د یووالي لپاره دغه پروګرام ته د نورو مذاهبو رهبران هم وربلل شوي، دا څو جوماتونه چې د خلکو پر مخ پرانیستي، دا د بریتانیا د جوماتونو وړه برخه ده. داسې ویل کېږي، چې په بریتانیا کې ۱۷۵۰ جوماتونه فعالیت کوي.

د بریتاینا د مسلمانانو د شورا چارواکي وايي، د بریتانیا ۵۵ تر ۶۰ سلنه جوماتونه د دغې شورا په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دغې شورا ویلي، ټول ټال د دغو جوماتونو په ډله کې واړه د لمانځه ځایونه او مدرسې هم په کې شاملېدي.