جاپان کې د کینجي ګوتو د وژنې وېډیو غوسه کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۴۷ کلن کینجي ګوتو په تېر اکتوبر کې سوریه کې نیول شوی و.

د 'اسلامي دولت' له لوري د جاپاني کینجي ګوتو د سر غوڅېدا وېډیو تر خپرېدو وروسته په جاپان کې غوسه او ویر خپور شوی دی.

د ګوتو مور جونکو ایشیدو ویلي، د زوی وژنې یې دومره غمجنه کړې ده، چې د ویلو لپاره هېڅ توري نه لري.

د اسلامي دولت ډلې یوه وېډیو خپره کړې ده،‌ چې ظاهراً د جاپاني برمته شوي کینجي ګوتو سر پکې غوڅوي.‌ ښاغلی ګوتو درې میاشتې مخکې په اکتوبر میاشت کې سوریه کې نیول شوی و.‌

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي ویلي، ترهګرۍ ته به تسلیم نه شي، بل خوا امریکايي ولسمشر بارک اوباما ددغه جاپاني وژنه یو ناوړه عمل بللی دی.

د جاپاني ازاد خبریال کینجي ګوتو سر غوڅولو وېډیو ایله یوه اونۍ وروسته تر هغه خپره شوې چې اسلامي دولت (داعش) د یوه بل جاپاني هارونا یوکاوا د سر غوڅولو وېډیو هم خپره کړې وه.‌

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د ګوتو مور جونکو ایشیدو ویلي، د زوی وژنې یې دومره غمجنه کړې ده، چې د ویلو لپاره هېڅ توري نه لري.

۴۷ کلن ګوت یو ازاد خبریال او فلم جوړوونکی دی، چې په تېر اکتوبر کې یې د خپل یوه بل ملګري یوکاوا د خلاصون په موخه سوریې ته سفر کړی و.‌

جاپاني چارواکو ددغې وېډیو ریښتینولي تایید کړې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هم ددغې وېډیو په اړه ویلي، اسلامي دولت(( شیطاني کارونه کوي)).

لومړي وزیر شینزو ابي د وېدیو د خپرېدو په غبرګون کې د خپلې کابینې یوه بېړنۍ غونډه وربللې او خبریالانو ته یې ویلي، جاپان به له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه ددغې وژنې عاملینو ته سزا ورکړي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما هم د یوې اعلامیې په خپرولو د داعش دا عمل غنلی او خبریالانو ته یې ویلي‌((هغه خپله زړورتیا وښوده،‌ چې سوریه کې د خلکو ناوخوالې د نړیوالو تر غوږونو پورې ورسوي.))

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هم ددغې وېډیو په اړه ویلي، اسلامي دولت(( شیطاني کارونه کوي)).

په وېډیو کې د تېر په څېر په بریتانوۍ لهجه یو کس د جاپاني خبریال ترڅنګ چړه په لاس خبرې کوي او د برمته شوي جاپاني سر پرې کوي.‌

د جاپان او اردن چارواکو څو ورځې مخکې له یو بل سره په همکارۍ هڅې پیل کړې وې، چې دغه جاپانی او نیول شوی اردنی پیلوټ د داعش له منګولو راخوشي کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي ویلي، ترهګرۍ ته به تسلیم نه شي

اردنی پیلوټ معاذ الکساسبه په تېر دسمبر کې سوریه کې د داعش ضد بریدونو پرمهال هغه وخت ونیول شو،‌ چې الوتکه یې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې ولوېده، خو پیلوټ ژوندی پاتې شو.‌

د انځور حقوق composite
Image caption داعش ویلي وو، که چېرې عراقۍ ساده الریشاوي، چې اردن کې د اعدام حکم ورباندې شوی،‌ خوشې نه شي، اردنی پیلوټ به ووژني

په تېره دوشنبې یوه جاپاني چارواکي له داعش سره د جاپاني د خوشي کولو په اړه د خبرو پړاو لانجمن وباله.‌

داعش د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ګوتو د مرګ لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، دوی ویلي وو، که چېرې عراقۍ بندۍ ساجده الریشاوي خوشې نه شي، چې دا مهال اردن کې بندي ده،‌ اردنی پیلوټ به ووژني.

اسلامي دوت ډلې په پیل کې د دغو دوو جاپانیانو د خوشي کولو په مقابل کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب