آیا د نوکانو رنګ زهرجن دی؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption باید د نوکانو رنګ پر کوتي ټولې لارښوونې سمې ولوستل شي.

د نوکانو د رنګ په ترکیب کې ځینې وخت داسې مواد کارول کېږي، چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، چې تر ډېره یې زهرجن مواد بولي.

خو هغه کسان تر ډېره له دغو زهرجنو مواد اغېزمنېږي، چې په سینګارخونو کې د نورو کسانو نوکان رنګوي او یا یې په ناسمه توګه کاروي.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې د موندنو پربنسټ، د نوکانو رنګول د حساسیت او ځینو ساري ناروغیو لامل ګرځي، خو که چېرې ځینې دغه مواد اورته ورنژدې شي، سوځېږي،‌ او که چېرې په سترګه ولګېږي او یا له مرۍ تېر شي،‌ ډېر ناوړه ناروغۍ زیږوي.

لاندې د نوکانو په رنګ کې د کارول شویو موادو لست او ترڅنګ یې د زیان رسولو څرنګوالی دی:‌

فورمالډهایډ:‌

دا د نوکانو یوډول رنګ دی،‌ چې په ناسمه توګه کارول یې د انسان د ساه اخیستو ستونزې زیږوي، ټوخی زیاتوي،‌ خو تر ډېره پر سترګو،‌ پوستکي، او ستوني اغېز کوي، خو ځینې یې د سرطان ناروغۍ پیدا کېدو کې یو عامل ګڼي.‌

اسیټون:

د نوکانو د رنګ پاکولو مواد دي، چې پر سترګو، پوستي، حلق بد لګېږي، خو د سردرد او سرګرځېدو لامل هم ګرځي.

بویټیل اسیټیټ:‌

د نوکانو رنګونو او رنګ پاکولو مواد دي،‌ چې په سترګو،‌ پوستي او حلق سربېره،‌ پزه او خوله هم ناوړه اغېز کوي، او د سردرد لامل کېږي.

ډایبویټل فالیټ:

د نوکانو رنګولو مواد دي، چې په سترګو،‌ حلق،‌ پوستکي،‌ پزې او خولې سربېره ځینې نور جانبي عوارض هم لري.

ایتیل اسیټیټ:

دا هم د نوکانو رنګ او د رنګ پاکولو مواد دي، په سترګو، معدې،‌ پوستکي،‌ پزې،‌ خولې او حلق سربېره، د بې هوښه کېدو سبب ګرځي.

آیزوپروپل اسیټیټ:‌

د نوکانو رنګ او د رنګ پاکولو مواد دي، چې تر ډېره د بې خوبۍ لامل ګرځي،‌ او په سترګو،‌ پزې او حلق ناوړه اغېز لري.

تولین:‌

د نوکانو رنګ دی، چې د پوستکي د چاودو،‌ سردردۍ،‌ سرګرځېدو لامل کېږي، او په بډوډو هم ناوړه اغېز کوي، خو تر ټولو خطرناکه دا چې د میندوارۍ پرمهال د مور په خیټه کې جنین ته هم زیان رسوي.

د زهرجنو موادو د زیان مخنیوی

باید د نوکانو رنګ پر کوتي ټولې لارښوونې سمې ولوستل شي.

له ماشومانو نه دغه رنګ لیرې وساتل شي، ځکه چې هغوی لوبې ورباندې کوي او شاید ویې خوري او یا یې په خوله، سترګو... وموښي.‌

د نوکانو د رنګ پاکولو مواد هم باید له ماشومانو په خوندي ځای کې وساتل شي.‌

دغه مواد باید له اور نه هم لیرې وساتل شي،‌ ځکه چې د اور اخیستو وړتیا لري.

په سینګارخونو کې کارکوونکي باید پرله پسې تازه هوا واخلي، په خونه کې د بخار پاتې کېدل هم روغتیايي زیانونه لري.