نوي ډيلي کې پر کليسا يو بل بريد

د انځور حقوق bbc
Image caption تېرو څو مياشتو کې په هند کې په کليساوو ګن شمېر بريدونه شوی دي

نوي ډيلي کې نامعلومو کسانو په يوه کليسا بريد کړی او زيان يې ورته اړولی دی.

دا له تېر نومبر مياشتې وروسته ډيلي کې د عيسويانو پر عبادت ځايونو پنځم بريد دی، د هند عيسويان وايي، دا بريدونه کېدای شي د سخت دريځو کار وي.

نامعلومو کسانو د دو شنبې پر ورځ (۲ فبروري) د کليسا دروازه ماته کړه، د عبادت توکي يې له منځه يوړل او کليسا ته يې زيان يې ور واړوه..

د پوليسو يوه مشر بي بي سي ته وويل د دې پېښې په اړه به پلټنه کوي او په کليسا کې د سي سي ټي وي کامرو ويډيويي تصوريرونو په مټ به وکولای شي بريد کوونکي وپېژني.

د ځايي کليسا يوه مشر ميتهو کولکوي وويل (( دا بريد زموږ د عبادت ځای بې احترامي ده او دا په تېرو دوو مياشتو کې زموږ پر کليساګانو پنځم بريد دی)).

د تېرې مياشتې پر ۱۴ تاريخ وکاس پوري سيمه کې په يوه کلسيا بريد کې مجسمې ته زيان اړول شوی و.

په همدې ډول له کرېسمېس وړاندې د دلشاد په سيمه کې په يوه کليسا بريد شوی و او پوليسو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي