سعودي عربستان یوه بندي فعاله خوشې کړه

د انځور حقوق
Image caption الشمري په تېر اکتوبر کې اسلام ته د سپکاوي په تور ونیول شوه.‌

سعودي عربستان هغه یوه فعاله سعاد الشمري خوشې کړې، چې له بلاک لیکونکي رائف بدوي سره یې په لیبرالي شبکو فعالیت درلود. بدوي په زر دُرو محکوم شوی دی.

ددغې فعالې لوري ساره الرمالي فرانس پرېس ته ویلي، مور یې د جدې په ښځینه زندان کې ټیک ۹۰ ورځې تېرې کړې دي.‌

نوموړې زیاتوي، مور یې له تېرو درو میاشتو راهیسې پر هغې هوکړې لاسلیک کړی،‌ چې ''خپل فعالیتونه به کموي''.

الشمري په تېر اکتوبر کې اسلام ته د سپکاوي په تور ونیول شوه.‌

د هغې لور الرمالي وايي، مور یې ښه ده،‌ خو د تغذیې له اړخه یوڅه کمزورې ده،‌ ځکه چې د خوړو ځانګړی سیستم تعقیبوي.

د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ځینو ښځینه بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړی و، چې په دې کې الشمري هم راغله.‌

الرمالي وايي، باور نه کوي چې په دې فرمان کې دې رائف بدوي هم وبښل شي،‌ ځکه چې هغه اسلام ته د سپکاوي په تور په لسو کلونو بند محکوم شوی دی.‌

بدوي باید زر دُرې هم ووهل شي، چې د هغه د دُرو وهلو موضوع په نړیواله کچه غندل شوې ده.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوي مشر زید رعد الحسین د بدوي په دُرو وهل ''ناانساني او ناوړه'' عمل بللی دی.

ورته مطالب