فرانسې د اسلام پالو ملاتړي نيولي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه له هغه راهيسته په امنيتي پلو په تيارسي حالت کې ده چې پر طنزيه مجلې او د يهودو پر پلورنځيو بريد وشو

په پاريس کې د کورنيو چارو وزير رسنيو ته وويل چې نيول شوي کسان په پلازمېنه او لېون ښارونو کې نيول شوي او د چارلي ابدو له قضيې سره يې تړاو نشته.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وويل نيول شوي اته کسان په داسې فعاليتونو بوخت و چې په سوريه کې يې د جگړې لپاره فرانسوي زلمي هڅول او گمارل.

ده وويل له ترهگرۍ سره مبارزه بايد چټکه شي خو فرانسه ورته پوره هوډ لري.

فرانسه له هغه راهيسته په امنيتي پلو په تيارسي حالت کې ده چې پر طنزيه مجلې او د يهودو پر پلورنځيو بريد وشو او ١٧ کسان په کې ووژل شول.

د فرانسې له قانون سره سم د شک وړ هر کس تر ٩٦ ساعتونو پورې پوليس ساتلى شي، پوښتنې گروېږنې ترې کولى شي او اړ نه دي چې په دغ هموده کې دې نيول شوى کس په جرم تورن شوى وبلل شي.

سوريه او فرانسه

د فرانسې چارواکي په دې باور دي چې شاوخوا ٤٠٠ فرانسويانو شايد سوريې او عراق ته سفر کړى وي چې د اسلامپالو اورپکو په ملاتړ جنگ وکړي.

دوى اټکل کوي چې شاوخوا ٩٠٠ نور فرانسوي لا هم په کور دننه شته چې د اورپکو له خوا يې د گمارنې هڅه کېږي.

پاريس کې چارواکي وايي ١٦١ داسې قضيې شته چې له ترهگرۍ سره په تړاو عدليي ادارو کې دي.

دوى دا ادعا هم کوي چې ٥٤٧ داسې کسان هم شته چې له ترهگرو شبکو سره د تړاو شک پرې کېږي.

په فرانسه کې تر ١٠ زرو ډېر سرتيري د عامه ځايونو، ښوونځيو او عبادت ځايونو د ساتنې لپاره ځاى پر ځاى شوي دي.

دې ته ورته گامونه د جنوري په مياشت کې په بلجيم کې هم واخيستل شول.

د بلجيم چارواکي هم وايي هغه کسان چې له سوريې بيرته کور ته ستانه شوي د بريدونو نيتونه يې کړي دي.

ورته مطالب