مرغان ولې په نوبت مشري کوي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مرغان دخپل خطرناکه کلني سفر په ترڅ کې د حیاتي انرژۍ د ساتنې په خاطر یو له بله سره همکاري کوي

ساینس پوهانو معلومه کړې چې د مرغانو ډلې دا ټولنیزه ستونزه څنګه حل کړې چې څوک باید د ډلې مشري وکړي؟

د بریتانیا، جرمني او اطریش څېړونکو د یو ډول کل سرو لګ لګ مرغانو د خاصیتونو په هکله څېړنې کړې او موندلې ېې دي چې هغوی د نوروغټو مرغانو په شان په اوږدو سفرونو کې د الوتو په وخت ولې د"V" بڼه غوره کوي. ساینس پوهانو دا هم موندلې چې دا مرغان د اوږدو سفرونو په وخت کې ولې په نوبت د ډلې مشري کوي.

دغو څېړونکو یو شمېر لګ لګ مرغان د زېږېدو د وخت څخه تر روزنې لاندې ونیول او د هغوی پر بدن ېې داسې کوچني وسایل نصب کړل چې ساینس پوهان وکولای شي د دغو مرغانو د الوتو په وخت کې د هغوی موقعیت او د الوت لوری ثبت کړي.

وروسته دغه سیانس پوهان د یوې وړې مخصوصې الوتکې په مرسته والوتل، او روزل شوي مرغان ېې هم وهڅول چې ورسره یوځاي والوزي، وېې لیدل چې دا مرغان د اوږده سفر په ترڅ کې څه ډول الوزي او څه کوي.

هغوی وموندل چې دا مرغان د ډله ایز الوت په وخت کې د"V" بڼه غوره کوي، یو له بله سره جوړه کېږي او د انرژي د ساتنې په خاطر یو له بله سره همکاري کوي.

متقابله همکاري او په نوبت مشري کول

کله چې دوه مرغان سره جوړه شي، یو وړاندې او بل ورپسې الوزي. مخکینی الوتونکی د هوا تر فشار لاندې ژر ستومانه کېږي نو ځکه د یو ټاکلي وخت نه وروسته تر شا کېږي او خپل جوړه ملګری پرېږدي چې مخته شي او د ډلې مشري وکړي.

د ټاکلي وخت نه وروسته هغه بېرته تر شا کېږي او خپل ځای شاتني الوتونکي ته پرېږدي.

د مخکیني الوتونکي تر شا د هوا داسې څپې را پیدا کیږي چې شاتنی الوتونکی پکې په آسانۍ سره الوتی شي او د هوا فشار ورباندې لږوي.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکی برنارډ فویکل وايي:

’’هغه موده چې یو الوتونکی مخکې الوتنه اومشري کوي د هغې مودې سره چې وروسته یا شاته الوزي، تقریبا یو شانته او برابره ده، هغوي په نوبت مخکې او وروسته کېږي’’.

د اکسفورډ پوهنتون د زولوجې د څانګې دا څېړونکی وايي دوی غوښتل وپوهېږي چې الوتونکي څنګه کولای شي اوږده سفرونه وکړي او ولې نه ستومانه کیږي؟

هغه واېې: ’’دا الوتونکي له اطریش نه ایټالیا ته ځي چې ۱۵۰۰ کیلومتره لاره ده. د دې اوږده او ستومانه کونکي سفر په ترڅ کې ۳۰ سلنه واړه الوتونکي مړه کېږي’’.

د نادره الوتونکو ژغورل

د ساینس پوهانو د دې پروژې یوهدف دا و چې شمالي کل سري لګ لګان چې د ښکار له امله ېې نسل په کمېدو دی وژغوري او وروزي چې وکولای شي بېرته اروپا ته مهاجرت وکړي.

د GPS وسایلو په مرسته چې ساینس پوهانو د یو شمېر روزل شویو الوتونکو پر بدن نصب کړي دي، هغوی کولای شي د دې الوتونکو د الوتنې لوری او موقعیت معلوم کړي.

پرتګالي څېړونکي ډاکټر سټیون د همدغو نادره الوتونکو په اړه د یوې مخکینۍ څېړنې په ترڅ کې موندلې وه چې هغوی د اوږدې ډله اییزې الوتنې په وخت کې د"V" بڼه غوره کوي او یو په بل پسې کتار په نوبت الوزي، د دې لپاره چې ستومانه نشي ځکه چې تر شا الوتنه آسانه او وړاندې الوتنه سخته وي.

څېړونکو یوازې پر یوې روزل شوې ډلې الوتونکو دا تجربې او څېړنې کړې خو فکر کوي چې ښايي د الوتونکو نور ډولونه به هم د اوږدو کلنیو ستومانه کونکو مهاجرتونو په وخت کې په همدې ډول الوتنه کوي.