تایوان کې د الوتکې رالوېدو له کبله ۱۹ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترانزاسیا یوه بله الوتکه د تېر کال په جولای میاشت کې د ناوړې هوا له امله رالوېدلې وه او ۴۸ کسان په کې وژل شوي وو.

تایوان کې یوه الوتکه چې ډېری مساپر یې چینايي سیلانیان دي، یوه سیند کې رالوېدلې او لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې وژل شوي دي.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په تایپي هوايي ډګر کې د ترانزاسیا هوايي شرکت الوتکه له الوتنې څو شېبې وروسته د رالوېدو په وخت له یوه پله سره لګېږي او بیا سیند ته لوېږي.

الوتکه چې ۵۸ کسان په کې سپاره وو ماته شوې او د کیلینګ په سیند کې نیمه ډوبه ده. د ژغورنې هڅې روانې دي.

د ترانزاسیا یوه بله الوتکه د تېر کال په جولای میاشت کې د ناوړې هوا له امله رالوېدلې وه او ۴۸ کسان په کې وژل شوي وو.

پر کښتیو سپاره ژغورنکو الوتکه پرې کړې او د بند پاتې شوو سپرلیو د رایستلو هڅه کوي.

راپورونه وايي الوتکه کې ۱۵ کسان ژغورل شوي خو ۲۴ کسان لا هم بې درکه دي.

د ترانزاسیا هوايي شرکت ويلي چې یو مساپر له روغتون فارغ شوی خو د ژغورل شوو کسانو شمېر یې نه دی تاید کړی.

په ځايي رسنیو کې خپاره شوي غږونه، د هوايي ترافیک کنترول څانګې سره د پیلوټانو وروستۍ اړیکه کې داسې وايي "مې ډی، مې ډی یا خطر، خطر، ماشین اور اخیستی".

د انځور حقوق GETTY
Image caption پر کښتیو سپاره ژغورنکو الوتکه پرې کړې او د بند پاتې شوو سپرلیو د رایستلو هڅه کوي.

خو د هوايي چلن چارواکو دغه ثبت شوي غږونه نه دي تاید کړي.

پر سړک له ګاډو ثبت شوې ویډیوګانې ښيي چې الوتکه د رالوېدو په وخت لومړی له یوې ټیکسي سره او بیا له پله سره لګېږي او بیا اوبو ته غورځېږي.

یوه عیني شاهد ځايي رسنیو ته وویل: "ما ولیدل چې الوتکه له یوې ټیکسي سره ولګېده چې له ما یوازې یو څو متره لرې وه".

"الوتکه ډېره ستره وه. زه اوس هم رېږدم".

د مړو شوو د شمېر په اړه بېلا بېل راپورونه ورکړل شوي، او ډېری راپورونه د مړو شمېر له ۱۶ چې ترانزاسیا تاید کړي، زیات ښيي.