د ''اسلامي دولت'' تر سیوري لاندې ښځو ته د ژوند لارښود

Image caption له لوېدیځ نه 'اسلامي دولت' ته ورغلې اقصا محمود له یوه جنګیالي سره واده کړی

sله ''اسلامي دولت'' سره تر یوځای کېدو وروسته ښځې څرنګه ژوند کوي؟

په وروستیو کې پر انټرنې‍‍‍ټ‌ په عربي ژبه یوه اوږده مقاله خپره شوه،‌ چې په عراق او سوریه کې له ''اسلامي دولت'' سره یوځای شویو ښځو او د هغوی تاییدوونکو لیکلې وه‌ چې ځانونو ته یې د ''خنساء ډله'' ویلي وو.‌

د مقالې اصلي هدف له ''اسلامي دولت'' سره له سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو نه د نجونو جذبول وو،‌ او ترڅنګ یې دوی ته دا پیغام رسول هم وو چې څرنګه د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ښځې ژوند کوي.

دغه مقاله انګلیسي ژبې ته هم وژباړل شوه چې په لندن کې د سخت دریځۍ پرضد کویلیام مرکز خپره کړه.‌

په وثیقه کې راغلي‌ ''د یوې نجلۍ لپاره په نهه کلنۍ کې مېړه کول شرعي امر دی''.

''زیاتره پاک لمنې نجونې په ۱۶ یا ۱۷ کلنۍ کې میړونه کوي''.

په دې عمر کې نجلۍ باید د نورو خلکو له سترګو ځان پټ وساتي،‌ او د ورونو تر شا د خلافت ملا وتړي.

په وثیقه کې دا راغلي چې نجونې باید وروسته پاتې نه شي، بلکې په حقیقت کې تعلیم وکړي، په تېره بیا د اسلامي دین په تړاو ټول اړخونه او مسائل زده کړي، خو د تعلیم وخت یې د اوه کلنۍ او پنځلس کلنۍ ترمنځ دی.

وثیقه زیاتوي، د ښځې د ازادۍ لپاره د لوېدیځ نمونه،‌ او دا چې د کار لپاره خپل کور پرېږدي،‌ ناکامه بېلګه ده،‌ ځکه چې ''په هېڅ شي کې ښځه له نر سره برابره نه ده''.

د ''اسلامي دولت'' وثیقه کې سینګارځایونه د ابلیس عمل بللی شوی.

''د کډوالو لپاره جنت''

دغه وثیقه،‌ چې د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۳،‌ پر انټرنېټ هم خپره شوه،‌ نړیوالو رسنیو ډېر پام ورته ونه کړ.‌

خو له هغو پیغامونو یې پوره توپیر درلود،‌ چې له لوېديځو هېوادونو څخه له ''اسلامي دولت'' سره د یوځای شویو ښځو له خوا لیکل شوي وو.

داسې اټکل دی چې له ''اسلامي دولت'' سره د ترکیې له پولې د وراوښتو او یوځای شویو زرګونو بهرنیانو په منځ کې شاوخوا ۵۰ بریتانوۍ مېرمنې هم دي.

په وثیقه کې د ښځې اصلي دنده دا ښودل شوې چې‌ ''په کور کښېني، جګړه ونه کړي، بلکې په کورونو کې د نارینه وو ملاتړ وکړي، اولاد وزیږوي او هغه وروزي''.

دغه وثیقه تر ډېره د ''اسلامي دولت'' تر قلمرو لاندې سیمو کې د ښځې پر طبیعي ژوندانه ټینګار کوي.‌

وايي، دولت ''هېڅ شی ناروا نه دي ګرځولي''،‌ بیا وروسته وايي، په پوهنځو کې یې د نجونو او هلکانو ترمنځ د جلا کېدو لپاره هېڅ ‌ډول هڅه نه ده کړې.‌

د وثیقې له مخې رقه ښار ـ‌ چې د ''اسلامي دولت'' پلازمېنه ګڼل کېږي ـ ''د کډوالو جنت'' بلل شوی،‌ ځکه چې په وینا یې هلته ''کورنۍ د لوږې او سړو له هېڅ ډول ستونزو پرته ژوند کوي''.

وثیقه کاږي‌ ''د توکم پالنې ځای دوزخ دی،‌ په رقه کې قبایل له یو بل سره کورنی ژوند لري، چیچنیایی د سوري ملګری دی،‌ سعودی له قزاقستان نه د یوه راغلي مسلمان ګاونډی دی''.

''ټیټې ښځې''

ددې خلاف ـ د وثیقې په اند ـ‌ په خلیج په تېره بیا سعودي کې ښځه ''له بربریت او وحشت سره مخامخه ده''.

Image caption په وثیقه کې له بهره ورغلي ښوونکي جاسوسان ګڼل شوي چې ''د خپلو فاسدو کفري افکارو له لارې'' زهر خپروي.‌

په شرح کې یې لیکي، ''هلته ښځې له نارینه وو سره اوږه په اوږه کارځایونو کې په کار بوختې دي، او د پېژندنې په کارتونو یې انځورونه ښکاري، د لوېديځ سکالرشیپونه ورکول کېږي، او د سعودي جده کې د (فساد پوهنتونونو) ته شاملېږي''.

د ''اسلامي دولت'' په وثیقه کې د سعودي تلویزیون چې په سیمه کې تر ټولو ډېر محافظه کاره چینل ګڼل کېږي،‌ ''د فساد او بدلمنۍ چینل'' ګڼل شوی،‌ او لیکوالې یې تر ''ټولو ټیټې'' ښځې بلل شوې دي.

په وثیقه کې له بهره ورغلي ښوونکي جاسوسان ګڼل شوي چې ''د خپلو فاسدو کفري افکارو له لارې'' زهر خپروي.‌

په وثیقه کې په ډله ییز ډول د ایزیدي غلام شویو ولسي وګړو په اړه یادونه نه ده شوې، یا په رقه کې پر ونو د غوڅو شویو ځړول شویو سرونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي، او نه هم له لوړو ودانیو د همجنسبازانو راغورځولو په اړه کومه خبره شوې ده.

په رقه او نورو سیمو کې د ایتلاف له لوري بمباریو ته هم ځغلنده اشارې شوې دي.

خو په وثیقه کې د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو کې پر ښځو غږ شوی،‌ چې له ناعادلانه ژوند نه وتښتي او د ـ هجرت ـ له لارې ددوی په وینا په ''اسلامي دولت'' کې ''غوره ښار'' ته ځانونه ورسوي.