موسوي د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې سعودي په تمویل تورن کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption موسوي وايي له امیر ترکي آل سعود سره یې هغه مهال لیدلي وو،‌ چې هغه افغانستان کې د سعودي سفارت کې کار کاوه.‌

زکریا موسوي، سعودي مشران د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو په تمویلولو تورن کړي دي.

موسوي دا څرګندونې په تېر اکتوبر کې د سعودي پرضد د شکایت کولو پرمهال په تحقیقاتو کې کړې دي.

د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د قربانیانو کورنیو د شکایتونو په لړ کې نیویارک دا څرګندونې مخې ته راغلې دي.

موسوي دا مهال د امریکا کولوراډو زندان کې د سپتمبر د ۱۱ بریدونو کې د ګډون په جرم په عمري بند محکوم دی.

سعودي عربستان دغه تورونه رد کړي،‌ چې په وینا یې مموسوي له عقل نه خلاص سړی دی، چې خبره یې هېڅ رښتیا نه ده.‌

ریاض هڅه کوي دا ډول ادعاوې باطلې ثابتې کړي.

موسوي په زندان کې له امنیتي کسانو سره په یوې مرکې کې ویلي، ''د سعودي د استخباراتو مخکیني مشر ترکي الفیصل په ګډون ددغه هېواد ګڼو مشرانو د ۱۹۹۰ په وروستیو کې د القاعدې ملاتړ کاوه.''

موسوي وايي له امیر ترکي آل سعود سره یې هغه مهال لیدلي وو، چې هغه افغانستان کې د سعودي سفارت کې کار کاوه.

موسوي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر بریدونو مخکې د کډاولۍ قوانینو ماتولو په تور ونیول شو چې تر بریدونو پورې بندي وساتل شو.‌

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱ بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول

موسوي د مینوسوتا په هوايي چلند کې تمرینونه او روزنه ترلاسه کړې، ‌او له القاعدې شبکې يې پیسې ترلاسه کړې دي.

په محکمه کې موسوي وویل، په سپینه ماڼۍ کې د ۷۴۷ بوینګ الوتکې د الوځولو د دسیسې په لړ کې ده هم همکاري کړې ده، خو په امریکا کې د سپتمبر د بریدونو اصلي طراح خالد شیخ محمد په دې اړه منفي اعتراف ورکړی دی.

د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو قرباني شویو کورنۍ ګومان کوي،‌ چې سعودي او د حکومت خیریه ټولنو ددغو بریدونو ترسره کولو لپاره له القاعدې شبکې سره مالي مرسته کړې ده.

په دغو بریدونو کې د شمېرو له مخې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

ورته مطالب