عبادي بغداد کې د ۱۰ کلن شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی

د انځور حقوق
Image caption په بغداد کې ګڼو وګړو د نوموړي ددغه امر هرکلی کړی دی.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي پلازمېنه بغداد کې له تېرو لسو کلونو راهیسې د لګول شوي شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی دی.

د عبادي وزیاند سعد معن ویلي ''لومړي وزیر سر له شنبې ورځې راهیسې بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی دی.''

بغداد کې له تېرو نژدې لسو کلونو راهیسې له نیمې شپې د ګهیځ تر پنځو بجو پورې ګرځبندیز و.‌

بغداد کې د وسله والو ځواکونو قومندان اعظمیه، منصور او سیدیه سیمې له وسلو پاکې اعلان کړې دي.

دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه شوې،‌ چې عبادي په یوه ورته فرمان کې د بغداد مرکزي الکراده سیمه هم له وسلو پاکه اعلان کړې وه.‌

د بغداد د عملیاتو د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي‌ ''په الکراده کې د وسلو تر ختمېدو وروسته،‌ عبادي د یادې سیمې د پاکوالي اعلان وکړ.''

دی زیاتوي ''العبادي په بغداد کې د ځینو سیمو د لارو پرانیستلو امر هم کړی، چې ولسي وګړي پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.''

حیدر العبادي په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد،‌ چې وړاندې یې هم بغداد کې د ځینو تړل شویو لارو د پرانیستلو امر کړی و.‌

په بغداد کې عامو خلکو د لومړي وزیر ددغه امر هرکلی کړی دی.

په سوېلي کربلا ښار کې هم د ګرځبندیز ختمولو خبر ورکړی شوی دی.

ورته مطالب