اروپايي مشران د اوکراین د سولې په لټه کې دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په اوکرایین کې روانې جګړې نژدې پنځه زره کسان وژلي دي.‌

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل د اوکرایین پلازمېنې کییف ته په ناڅاپي سفر تللي دي.

ددوی د سفر موخه په اوکرایین کې د جګړې ختمولو په موخه د سولې د نویو هڅو پیلول ښودل شوې.

اولاند ویلي، مسکو ته له سفر مخکې به کییف کې د سولې نوې هڅې پیل کړي:

''اوکراین کې جګړه ده.‌ درنې وسلې پکې کارول شوې چې ډېر ولسي وګړي هم هره ورځ پکې وژل کېږي.''

نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې راتلو لپاره به د اوکرایین داسې ځمکنۍ بشپړتیا په پام کې ونیوله شي،‌ چې ''ټولو ته د منلو وړ'' وي.

د کرملین یوه ویندوی منلې ده چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له دغو دوو مشرانو سره د راتلونکې جمعې په ورځ‌ (فبروري ۶)‌ په مسکو کې وویني او د اوکرایین د کړکېچ حلولو په موخه خبرې ورسره وکړي.

اوکرایین او لوېدیځ‌،‌ روسیه د اوکرایین په ختیځ کې یاغیانو ته د وسلو په ورکولو توروي، او وايي چې د مسکو پوځیان په ازادانه ډول د اوکرایین پر پوله اوړي را اوړي، خو روسیه دا نه مني.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا وروستۍ دیپلوماتیکې هڅې په اوکرایین کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسوله په موخه پیل شوې دي.

کییف ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم رسېدلی دی.

دا وروستۍ دیپلوماتیکې هڅې په اوکرایین کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسوله په موخه پیل شوې دي.

په اوکرایین کې روانې جګړې نژدې پنځه زره کسان وژلي دي.‌

ورته مطالب