اردن: "پر اسلامي دولت ډلې هوايي بریدونه د غچ پیل دی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پنجشنبې ورځې له هوايي بریدونو وروسته د اردن الوتکې د الکساسبه د کلي دپاسه تېرې شوې.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جوده ویلي د اسلامي دولت په نامه د اورپکې ډلې پر هدفونو د دغه هېواد هوايي بریدونه د اردن د نیول شوي پیلوټ د وژنې "د غچ یوازې لومړی ګام دی".

نوموړي د (سي این این) خبري چینل ته وویل اردن "په پوره ځواک" د اسلامي دولت ډلې په نښه کولو هوډ لري.

تر دې وړاندې اردن یوازې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمې په نښه کړې وې خو ښاغلي جوده وویل چې دوی اوس په عراق کې هم د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بریدونه کوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې اسلامي دولت ډلې په یوه قفس کې د اردن د پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو ویډیو خپره کړه.

د پنجشنبې ورځې له هوايي بریدونو وروسته د اردن الوتکې د الکساسبه د کلي دپاسه تېرې شوې.

دوی داسې مهال پر دغه کلي الوتنه وکړه چې شاه عبدالله هم هلته د دغه پیلوټ له کورنۍ سره د لیدلو لپاره تللی و.

شاه عبدالله هوډ ویلي چې د اسلامي دولت اورپکې ډلې پر وړاندې به خپل دریځ لا سخت کړي. اردن د امریکا په مشرۍ د هغه ایتلاف برخه ده چې پر اورپکو هوايي بریدونه کوي.

"هڅې دوام لري"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شاه عبدالله د پیلوټ الکساسبه له کورنۍ سره له احساساتو ډکې شېبې تېرې کړې.

له (فوکس نیوز) خبري چینل سره په یوه بله مرکه کې ښاغلي جوده وویل: "موږ ویلي چې دوی به تر پایه تعقیب کړو، دوی چې هر چېرته وي، موږ به ورپسې ورځو او دا کار مو پیل کړی دی".

نوموړي تاید کړه چې په ځینو هوايي بریدونو کې په سوریه او عراق کې د دغو اورپکو روزنیز کمپونه او د وسلو ډیپوګانې په نښه شوې دي.

"نن مو په عراق کې تر سوریې ډېر بریدونه وکړل خو....هڅې دوام لري".

اورپکو پیلوټ الکساسبه په دسمبر کې هغه مهال ونیو چې د نوموړي ایف ۱۶ جنګي الوتکه سوریه کې راولوېده.

اردن په رسمي ډول د پیلوټ وژنه تاید کړې خو وايي باور لري چې دی د جنورۍ پر دریمه وژل شوی و.

"د اسلام دښمن"

د پنجشنبې پر ورځ د اردن حکومتي تلویزون انځورونو ښوده چې شاه عبدالله د پیلوټ له پلار صافی الکساسبه سره خپه ناست و.

د رسنیو راپورونه وايي چې شاه په دغه ناسته کې په هوا کې د الوتکو په لور هم اشاره وکړه.

حکومتي تلویزون دا هم ښودله چې خلکو په ظاهره د هوايي بریدونو په موخه پر اېښودل شوو توغندیو پیغامونه لیکل، یو پیغام کې ویل شوي وو "د اسلام دښمنان".

ورته مطالب