حوثي یاغیانو یمن کې پارلمان منحل کړی

د انځور حقوق epa
Image caption د کودتا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې خبرې بې پایلې وختې.

د یمن شیعه حوثي یاغیانو غورځنګ اعلان کړی چې دوی د حکومت کنترول په خپل لاس کې اخیستی او پارلمان یې ړنګ کړی دی.

دغې ډلې په یوې تلویزوني وینا کې ویلي چې په انتقالي دوره کې به یوه پنځه کسیزه شورا د ولسمشر دنده پر مخ وړي.

حوثي یاغیانو د سپتمبر په میاشت کې د یمن پلازمېنه صنعا کنترول لاسته راوړ او ولسمشر منصور هادي یې د جنورۍ په میاشت کې استعفی ورکولو ته اړ کړ.

د کودتا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې خبرې بې پایلې وختې.

حوثي یاغیانو هوکړې ته د رسېدو لپاره سیاسي ګوندونو ته د چارشنبې تر ورځې ضرب الاجل ټاکلی و چې د هېواد سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او ګواښ یې کړی و چې که هوکړې ته و نه رسېږي نو دوی به خپله ګام پورته کړي.

دغه وروستی اعلان د ډېرو یمنیانو په اند د حوثي یاغیانو له لورې د څو میاشتو د کودتا اخري پړاو ګڼل کېږي.

حکومتي پرېکړې به اوس انقلابي کمېټې کوي چې ډېری غړي یې یاغیان دي.

یمن له تېرې میاشتې او له هغه راهیسې په سیاسي تشه کې و چې ولسمشر هادي او حکومت یې وروسته له هغه استعفی ورکړه چې یاغیانو صنعا په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

حوثي یاغیانو د حکومت نیونې اعلان په صنعا کې د جمهوریت له ماڼۍ نه د سیاسي، پوځي او سیمه اییزو څېرو یوې سترې غونډې په حضور کې وکړ چې وښيي دوی پراخ ملاتړ لري.

خو دغه یاغیان د یمن شمال شیعه لږه کي دي. سني او د لوېدیځو سیمو مشران ښايي د دوی واک و نه مني چې دا د یمن د کړکېچ د پراخېدو جدي ګواښ رامنځ ته کوي.

ورته مطالب