بنګله دیش: بمي بریدونو کې نهه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره میاشت د حکومت ضد مظاهرو له پیل راهیسې په بېلا بېلو بریدونو کې لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي بنګله دیش کې پر یوه بس او ټرک د پیټرولي بمونو برید کې نهه کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

راپورونه وايي پولیسو د تاوتریخوالي پړه د اپوزیسیون پر فعالونو اچولې ده.

تېره میاشت د حکومت ضد مظاهرو له پیل راهیسې په بېلا بېلو بریدونو کې لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د بنګله دیش ملتپاله اپوزیسیون ګوند (بي این پي) د جنورۍ په میاشت کې د تېر کال لانجمنو ټاکنو د کلیزې پر مهال د عمومي کاربندیز غږ وکړ.

بي این پي ګوند هغه ټاکنې د ممکنه درغلیو له کبله رد کړې وې او اوس هڅه کوي لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد استعفی او نویو ټاکنو ترسره کولو ته اړه کړي.

پولیسو ویلي شپږ کسان هغه مهال ووژل شول چې د جمعې پر ورځ په شمالي سیمه ګایبندا کې پلازمېنې ډهاکې ته پر لار له سپرلیو په یوه ډک بس د پیټرولي بمونو برید وشو.

پولیسو زیاته کړه د شنبې پر ورځ په سوېلي بریسل سیمه کې هم پر یوه ټرک ورته برید وشو چې پایله کې یې درې کسان ووژل شول.

تېره اوونۍ پولیسو د بي این پي ګوند پر مشرۍ خالده ضیا تور ولګاوه چې خلک یې پر یوه بس هغه برید ته پارولي وو چې اووه کسان په کې ووژل شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مظاهرو د پیل راهیسې د اپوزیسیون څه دپاسه ۷۰۰۰ فعالان نیول شوي دي.

اغلې ضیا دا تورونه رد کړي او دغه تاوتریخوالی یې غندلی دی.

د بي اين پي ګوند غوړو تېره میاشت د حکومت ضد مظاهرو له پیل راهیسې سړکونه او د ریل پټلۍ بندې کړې دي او وايي مظاهرې به یې تر هغو دوام ولري چې حکومت استعفی نه وي کړې.

د مظاهرو د پیل راهیسې د اپوزیسیون څه دپاسه ۷۰۰۰ فعالان نیول شوي دي.

د بي این پي ګوند د یکشنبې له ورځې د یو بل ۷۲ ساعته مظاهرې غږ کړی او غوښتنه یې کړې چې په دغه موده کې دې ښوونځي او سوداګریز مرکزونه بند وي.

د بنګله دیش سیاسي حالات له ډېرو کلونو راهیسې د اغلې ضیا او اغلې حسینه تر منځ د سختې سیالۍ له کبله خراب دي. اغلې حسینه د واکمن عوامي لیګ ګوند مشره ده.

ورته مطالب