د ایران انقلابي ساتونکي په بهرنیو چارو کې مخکښ رول لوبوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېرو څو کلونو کې ایران د منځني ختیځ په ځینو سترو لانجمنو سیمو کې مهم رول لوبولی.

سوریه، عراق او اوس یمن ټول ایراني اړیکي لري، او ورځ په ورځ لا روښانه کېږي چې په دې نوې فعالې بهرنۍ تګلارې کې د ایران انقلابي ساتونکي (سپاه پاسداران) مخکښ رول لوبوي.

لېرې پرتو هېوادو ته د وسلو لېږلو، خپلو مشتریانو سیاستوالو، ډلو او ملېشه و ته د پوځي روزنې، مشورې او پیسو ورکولو څخه داسې ښکاري چې انقلابي ساتونکي (سپاه پاسداران) یوه نوې نظریه یا دوکتورین پرمخ بیايي:

د هېواد دننه د اسلامي جمهوریت د ساتنې په خاطر باید ایران په بهر کې د خطرونو مقابله وکړي.

د دې نوې تګلارې یو وروستی مثال دا ناڅاپي خبر و چې د سوریې د ګولان په لوړو کې د حزب الله پر یو کاروان د اسرایلو په هوايي برید کې یو ایرانی جنرال هم ووژل شو.

د دې پیښې په ځواب کې د ایران د سپاه پاسداران لوی قومندان جنرال محمد علي جعفري په خپلې یوې توندې وینا کې وویل: ’’موږ به د اسرایلو د له منځه وړلو لپاره تر پایه وجنګېږو’’.

هغه داهم وویل چې:’’د بیت المقدس آزادي نږدې ده’’.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس د سفارت له لارې امریکایانو ته د یو یاداشت په وسیله دا پیغام ولېږه چې اسرایل د ایراني جنرال په وژلوسره د ایران له ’’سرې لیکې’’ اوښتی او باید وپوهېږي چې دا کار به یې پایلې ولري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد ظریف او ولسمشر حسن روحاني په بهرنیو چارو کې مخکښ رول نه لوبوي.

د ایراني مشرانو او مامورینو له خوا د اسرایلو پر ضد توندې ویناګانې کوم نوی شی نه دی او زیاتره وخت هغه د کورني مصرف لپاره د لفاظیو په توګه ګڼل کېږي چې غواړي خپل هېواد پیاوړی وښيي.

خو په دې ټولو کې یو نوی شی هم شته او هغه دا چې سپاه پاسداران یا انقلابي ساتونکي د ایران بهرنۍ تګلاره پر مخ بیايی.

د آیت الله خامنه يي اجرايوي مړوند

سپاه پاسداران چې د اسلامي نظام د ساتنې په خاطر او د هېواد د منظمو وسله والو ځواکونو پر وړاندې د یو انډول د رامنځته کولو په توګه د ۱۹۷۹ کال له انقلابه وروسته جوړ شول، اوس په عمل کې د ایران د سترمشر آیت الله خامنه یی یو اجرايوي مړوند دی.

داسې ښکاري چې د ایران د بهرنۍ تګلارې بشپړ کنترول د هغه په لاس کې دی.

په دې توګه یې د ولسمشر حسن روحاني د نسبتا معتدل حکومت لاسونه د نړیوال سیاست څخه لېرې کړي دي او د بهرنیو چارو وزارت د آیت الله خامنه يي د تګلارو لپاره چې د سپاه پاسداران په وسیله عملي کېږي، یوازې یو ملاتړی رول لوبوي.

د ایران د بهرنۍ تګلارې په عملي کېدو کې د بدلون یوه څرګنده نښه د جنرال قاسم سلیماني زیاتیدونکی رول دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال قاسم سلیماني په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د مخنیوي په چارو کې مهم رول لوبولی

د سپاه پاسداران د بهرنیوعملیاتو څانګې، د قدس ځواک، جاذبه لرونکی قومندان، جنرال سلیماني، د کلونو کلونو پټ او خاموشه کار نه وروسته ناڅاپه راڅرګند شو چې په ګاونډي عراق کې د ایران د نفوذ او اغیز د ډېرولو لپاره کار وکړي.

ایراني ویب پاڼې او ورځپاڼې د هغه له عکسونو ډکې دي چې غونډو او لاریونونو کې برخه اخلي.

داسې ښکاري چې سپاه پاسداران یا انقلابي ساتونکي غواړي د جنرال سلیماني د شهرت نه په ګټې اخیستوسره خپل پراخېدونکي رول ته لا نور مشروعیت ورکړي.

ډېر خلک جنرال سلیماني له دې امله ستايي چې وايي تېر کال يې بغداد د اسلامي دولت ډلې د بریدونو پر وړاندې وژغوره.

داسې شواهد شته چې هغه شخصا د جنګ لومړۍ لیکې ته تللی و او د عراق امنیتي ځواکونو ته يې د بغداد د دفاع او ساتنې لپاره مشورې ورکولې. همدا راز يې د عراق ایران پلوه شیعه ملېشه يي ځواکونه تنظیمول او پیسې او وسلې یې ورته لېږلې.

اوس دا ملېشه يي ځواکونه په عراق کې یو سترځواک دی او د بغداد په شمال کې ډېرې سیمې کنترولوي، سره له دې چې دعراق عرب سنیان د هغوی په هکله ژورې اندېښنې لري.

د اغېز زیاتوالی

جنرال سلیماني او سپاه پاسداران په سوریې کې د اسد رژیم ته پیسې او وسلې استوي.

هغوی همدا راز د ایران د بسیج د مقاومت ځواکونو په شان په سوریې کې یوه حکومت پلوه ملېشه جوړه کړې ده.

په لبنان کې یې هم شیعه اسلام پالي غورځنګ، حزب الله، هڅولې چې په سوریې کې له پوځي پلوه د حکومت ملاتړ وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سپاه پاسداران جنرال محمد علي الله دا دی د سوریې د ګولان په لوړو کې د اسرایلو په هوايي برید کې ووژل شو.

ادعا شوې چې تېره اوونۍ په ګولان کې د اسرایلو د هوايي برید په وخت کې جنرال الله دادي د اسرایلو پر ضد د حزب الله د توغندیو د یوې سیمې نه کتنه کوله.

د سوریې له لارې ایران حزب الله ته په زرګونو راز راز توغندي استولي.

د ایران د مشرانو له نظره د حزب الله تر کنترول لاندې د لبنان جنوبي سیمې د ایران د یوې برخې په توګه دي.

اوس آیت الله خامنه یی غواړي چې د اردن د سیند په لویديځې غاړې کې د اسرایلو پر ضد یوه نوې جبهه پرانیزي.

هغه په ښکاره دا خبره کړې ده او د سپاه پاسداران قومندانانو په وروستیو اوونیو کې په وار وار ویلي چې غواړي په دغې سیمې کې اورپکې ډلې په وسلو سمبالې کړي.

د حماس سني اسلامپالی غورځنګ چې دغزې تراړه ېې په لاس کې ده، همدا اوس د ایران له خوا مالي ملاتړ او د توغندیو جوړولو پوهه ترلاسه کوي.

یو وروستۍ ننګونه هم یمن دی چې هلته د حوثي زایدي شیعه یاغیانو د هېواد پایتخت صنعا نیولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سپاه پاسداران قومندان جنرال محمد علي جعفري دآیت الله خامنه يي بهرنۍ تګلارې عملي کوي

په یمن کې د حوثیانو په پرمختګ کې د ایران د لاس لرلو په هکله کره شواهد نشته خو د نړۍ په هکله د هغوی نظریات د امریکا متحدو ایالتونو او اسرايلو پر ضد د هغوی سخت مخالفت، د ایران په شان دی.

او داسې شواهد و چې په تېر وخت کې ایران یمن ته په قاچاقي ډول وسلې لېږلي.

دا شواهد هم شته چې سپاه پاسداران د لوېدیځې افریقې جنګ ځپلو هېوادونو ته په قاچاقي توګه وسلې لېږلې دي.

سپاه پاسداران په لاتینې امریکا کې هم فعالیت لري، داسې ښکاري چې هلته اوس په اقتصادي او بشري پروژو بوخت دي.

په منځني ختیځ کې د ایران د سپاه پاسداران یا انقلابي ساتونکو اصلي رول اسرایلو سره مقابله، سوریې کې د بشارالاسد ژغورنه، عراق کې د ایران د ډېر اغېز او نفوذ ساتل او په سیمې کې د امریکا د متحدو ایالتونو او د سیمه ییز سني ځواک سعودي عربستان د اغېز مخنیوی دی.

ورته مطالب