ډیلي: ټاکنې چې د لومړي وزیر لپاره ارزونه بلل کېږي

Image caption اټکل کېږي، چې د ایالت په ۱۲ زره مرکزونو کې به نژدې ۱۳ میلیونه په شرایطو برابر کسان رایې وکاروي

د هند پلازمېنه ډیلي کې د ایالتي ټاکنو لړ کې رایې کاروونه روانه ده.

دغو ټاکنو ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي د محبوبیت ازونې په نظر هم کتل کېږي.

د ښاغلي مودي د ګوند له لوري دغو ټاکنو کې د اعلی وزارت څوکۍ لپاره پخوانۍ پولیس افسره کرن بیدي مخکې شوې ده.

خو نظر پوښتنې ښيي، چې هغه ښايي د فساد ضد فعال ارون کجریوال پر وړاندې ماتې وخوري.

ښاغلی کجریوال د خپل ګوند مشري کوي.

ښاغلي مودي د تېر دوبي ټولټاکنو کې غوڅ بری تر لاسه کړ او له هغو وروسته یې پام وړ محبوبیت وموند.

اټکل کېږي، چې د ایالت په ۱۲ زره مرکزونو کې به نژدې ۱۳ میلیونه په شرایطو برابر کسان رایې وکاروي.

دا وروستیو میاشتو کې بي جي پي د ایالتي اسمبلیو یو لړ ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه.

خو خبریالان وايي ډیلي کې دوی یوه سخته سیالي په مخکې لري، چې اکثر نظر پوښتنو کې د ښاغلي کجریوال ګوند ( اي اي پي ) له نورو سیالانو مخکې معلومیږي.

وړاندوینه شوې، چې ښايي کانګریس ګوند، چې ډیلي کې تر ۲۰۱۳ پورې ۱۵ کاله واکمن و، دریم مقام تر لاسه کړي. ډیلي په تېره فبروري کې د لومړي وزیر کجریوال له استعفا وروسته، بې حکومته و.

نوموړي له دې کبله استعفا وکړه، چې وايي د فساد ضد قرارداد مخه یې نیوله شوې ده.

له هغه راهیسې پر ایالت د فدرالي چارواکو له لوري په مستقیم ډول حکومت کېده.