یو هنري اثر د ۳۰۰ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه انځور ته ' کله به واده کوې؟ ' نوم ورکړل شوی

د فرانسوي انځورګر ګوګن پنځولی یو انځور، چې تاهیتې نجونې پکې لیدلې کېږي، د ۳۰۰ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی دی.

دا د یوه پلورل شوي هنري اثر په بدل کې تر لاسه شوې تر ټولو لوړه بیه ده.

دغه انځور چې' کله به واده کوې؟ ' نوم ورکړل شوی په ۱۸۹۲ کې پنځول شوی او د سویډن یو هنرپال ساتلی و.

په ناتایید شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه اثر د قطر یوه موزیم کې پلورل شوی دی.

دغه کوچني شتمن هېواد کې د پاول سزان یوه هنري اثر بدل کې له دې مخکې هم تر ټولو لوړه بیه ورکړله شوې وه، چې ۲۵۹ میلیونه ډالر وه.

له پلور مخکې د ګوګن هنري اثار د روډولف سټایچیلین ملکیت وو، چې د وسویټزرلنډ یوه ښار بازیل اوسېدونکی هنرپال دی.

د امریکاي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه اثر تر لسیزو پورې کنسټ موزیم ته په اجاره ورکړل شوی و، خو وايي د سټایچیلین او یاد موزیم تر منځ د جوړ جاړي له منځه تلو وروسته نوموړي پرېکړه وکړه، چې دغه اثر وپلوري.

ښاغلي سټایچیلین نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي د پېرودونکي پېژندګلوي به برالا نه کړي.

تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې دغه اثر په کوم ځای کې پلورل شوی دی.

قطر چارواکو د دغه اثر پېرودل نه دي تایید کړي.

د قطر شاهي کورنۍ دا وروستیو کې د لوېدیځو هنري اثارو د پېر لړ کې درانه لګښتونه پرې کړي دي.

د دغه هېواد د اطلاعاتو او کلتور یوه پخواني وزیر شیخ سعود بن محمد الثاني چې پروسږ کال ومړ، د دغه هېواد له یوه بیلیون زیات ډالر په هنري اثارو مصرف کړل.