د اوکراین لپاره د سولې پلان جوړیږي

د انځور حقوق AP
Image caption که له دغو خبرو وروسته کوم نوښت نه دی رامنځته شوی، نو په ټپه ولاړ حالت هم نه شته.

دیپلوماتان وايي، د روسیې، فرانسې او جرمني مشرانو د اوکراین بحران حل لپاره ( مهمې او مثبتې ) خبرې کړې دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند او د جرمن لومړۍ وزیرې انګلا ميرکل تر منځ مسکو کې له څلورو ساعتونو ډېر وخت خبرې شوې دي.

فرانسوي ولسمشر فرانسوا هولاند او جرمن صدراعظمې مېرمن مېرکل له ځان سره د سولې پلان یو وړاندیز هم مسکو ته وړی، چې په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.

پر روسیې تور دی، چې روسي پلوه بیلتون پالو ته وسلې ورکوي، خو دا هغه تورونه دي، چې روسیه یې ردوي. کریمیلین د اوکراین او لوېدیځوالو هغه تورونه هم ردوي، چې ګواکې رسمي ځواکونه یې په لوهانڅک او دونیڅک سیمو کې د بېلتون پالو په پلوي جګړه کوي.

ملګري ملتونه وايي د اوکراین جګړو کې د اپریل له میاشتي راهیسې له ۵۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

یو اوربند چې سپتامبر میاشت کې بیلاروس او مینڅک سیمو کې رامنځته شو، بېرته مات شوی دی. له هغه وروسته بیلتون پالو نورې سیمې ونیوې، چې ورسره کییېف او پلویانو کې یې اندېښنې ډېرې شوې.

په کریمیلین کې د لوړ کچ له دغې غونډې وروسته ګډه خبرې غونډه و نه شوه.

لومړۍ وزیره مېرکل او ولسمشر هولاند دواړه سملاسي هوايي ډګر ته ستانه شول. خو که له دغو خبرو وروسته کوم نوښت نه دی رامنځته شوی، نو په ټپه ولاړ حالت هم نه شته.

په څرګند ډول د دریو هېوادونو چارواکو همغږې څرګندونې کړې. په مسکو، برلین او پاریس کې په یوه خوله ویل شوي، چې دغه خبرې مهمې او مثبتې وې.

دوی ټولو ویلي، چې درې سره مشران به د اوکراین ولسمشر په ګډون د یکشنبې په ورځ د ټیلیفون له لارې نورې خبرې وکړي.