د اردن هوايي بریدونو "د اسلامي دولت ډلې مرکزونه ویجاړ کړي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اردن وروسته له هغه خپل هوايي بریدونه زیات کړل چې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې د پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو ویډیو خپره کړه.

اردن وايي دوی د اسلامي دولت په نامه د اورپکې ډلې پر لوژستیکي مرکزونو او پټنځایونو په دریو ورځو کې ۵۶ هوايي بریدونه کړي دي.

د اردن د هوايي ځواکونو مشر جنرال منصورالجبور وویل: "موږ خپله موخه لاسته راوړې".

اردن وروسته له هغه خپل هوايي بریدونه زیات کړل چې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې د پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو ویډیو خپره کړه.

جنرال الجبور وویل تر اوسه سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ۲۰ سلنه بریدونه دوی ترسره کړي او زیاته یې کړه: "موږ هوډ لرو چې دوی د ځمکې له مخې ورک کړو".

د اسلامي دولت په نامه ډلې تېر کال د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې چې په غبرګون کې یې د ایتلاف جنګي الوتکو تر اوسه سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي د اردن د هوايي بریدونو هدف د رقه سیمه ده چې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې مرکز بلل کېږي خو په دې اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

جنرال الجبور وویل وروستیو بریدونو د اسلامي دولت ډلې اورپکو ۲۰ سلنه وړتیا له منځه وړې ده.

د اسلامي دولت ډلې اورپکو ویلي چې په یو هوايي برید کې د امریکا مرستندویه کارکونکې کایلا میلور هم وژل شوې خو دغه ادعا تاید شوې نه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال الجبور وویل وروستیو بریدونو د اسلامي دولت ډلې اورپکو ۲۰ سلنه وړتیا له منځه وړې ده.

څو ورځې مخکې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې د ۲۶ کلن پیلوټ الکساسبه د ژوندي سوځولو ويډیو پر انټرنټ خپره کړه.

نوموړی د دسمبر په میاشت کې اورپکو هغه مهال ونیو چې ایف ۱۶ جنګي الوتکه یې په سوریه کې ولوېده. باور دی چې د ده د سوځولو ويډیو د جنورۍ پر دریمه جوړه شوې وي.

اردن د اسلامي دولت په نامه ډلې ته د نیول شوي پیلوټ په بدل کې د اورپکې ساجده الریشاوي، چې د ځانمرګي برید په هڅه کې پاتې راغلې وه، د خوشې کولو وړاندیز کړی و.

اردن بیا د چارشنبې پر ورځ الریشاوي او د القاعده یو بل اورپکی اعدام کړل.

ورته مطالب