د اوکراین د سولې لپاره مینسک کې تازه پلان جوړېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سولې د یوه نوي پلان د جوړولو د هڅو مشري په غاړه اخیستې ده.

د روسیې، اوکراین، جرمني او فرانسې مشران پلان لري چې د چارشنبې پر ورځ د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د ختیځ اوکراین د سولې په تړاو تازه خبرې اترې پیل کړي.

دا پلان وروسته له هغه په نظر کې نیول شوی چې د څلورو واړو هېوادونو مشرانو سره د یکشنبې پر ورځ د تیلیفون له لارې پر روان کړکېچ اوږدې خبرې وکړې.

د ۲۰۱۴ کال اپریل میاشتې راهیسې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه یاغیانو تر منځ جګړه کې څه دپاسه ۵۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

لوېدیځ هېوادونه پر روسیې تور لګوي چې دوی یاغیانو ته وسلې ورکړې او خپل ځواکونه یې اوکراین ته لېږلي دي. روسیې دغه تورونه رد کړي دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سولې د یوه نوي پلان د جوړولو د هڅو مشري په غاړه اخیستې ده.

شننه: په میونیخ کې د بي بي سي ډیپلوماتیک خبریال جانتن مارکس

په دې وروستیو کې د اوکراین د کړکېچ د هواري هڅې په ډرامتیک ډول چټکې شوې دي.

که څه هم ډېر جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو دا د سولې په موخه په بشپړ ډول نوی پلان نه دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۴ کال اپریل میاشتې راهیسې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه یاغیانو تر منځ جګړه کې څه دپاسه ۵۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

کله چې ما د شنبې پر ورځ د بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیر فېلېپ هموند سره خبرې وکړې، هغه په مینسک کې د سولې د پلان شویو خبرو اترو په اړه ډېر خوشبینه نه و. هوکړه حقیقت نه بلکې اوس هم یوازې یوه هیله ښکاري.

لوېدیځ هېوادونه د روسیې پالیسیو ډېر ناکراره کړي، د بېلګې په ډول ښاغلی هموند د روسیي ولسمشر وېلادیمیر پوتین د "شلمې پېړۍ ظالم" وباله.

د تېر کال هوکړې په اړه خوشبینۍ ژر له منځه ولاړې ځکه نو سږ کال خلک له ډېر احتیاطه کار اخلي.

د سولې د هوکړې بشپړ مالومات تر اوسه نه دي خپاره شوي خو ویل کېږي د پلان په یوه برخه کې راغلي چې د جګړې د لومړۍ لیکې شاوخوا د ۵۰ نه تر ۷۰ کیلومترو سیمه کې به د دواړو خواوو ځواکونه به بې وسلې کېږي.

ورته مطالب