عراق کې د شپې ۱۲ کلن ګرځبندیز پای ته ورسېد

د انځور حقوق Reuters
Image caption ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

د عراق پلازمېنه بغداد کې له تېرو څه باندې ۱۲ کلونو راهیسې د شپې ګرځبندیز ختم شو.‌

ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

تېره اونۍ د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی و.‌د نوموړي ویاند سعد معن ویلي ''لومړي وزیر سر له شنبې ورځې راهیسې بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی دی.''

بغداد کې له تېرو نژدې لسو کلونو راهیسې له نیمې شپې د ګهیځ تر پنځو بجو پورې ګرځبندیز و.‌

بغداد کې د وسله والو ځواکونو قومندان اعظمیه، منصور او سیدیه سیمې له وسلو پاکې اعلان کړې دي.

دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه شوې،‌ چې عبادي په یوه ورته فرمان کې د بغداد مرکزي الکراده سیمه هم له وسلو پاکه اعلان کړې وه.‌

د بغداد د عملیاتو د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي‌ ''په الکراده کې د وسلو تر ختمېدو وروسته،‌ عبادي د یادې سیمې د پاکوالي اعلان وکړ.''

دی زیاتوي ''العبادي په بغداد کې د ځینو سیمو د لارو پرانیستلو امر هم کړی، چې ولسي وګړي پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.''

د انځور حقوق Reuters

حیدر العبادي په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد،‌ چې وړاندې یې هم بغداد کې د ځینو تړل شویو لارو د پرانیستلو امر کړی و.‌

په بغداد کې عامو خلکو د لومړي وزیر ددغه امر هرکلی کړی دی.

په سوېلي کربلا ښار کې هم د ګرځبندیز ختمولو خبر ورکړی شوی دی.

ورته مطالب