مصر د القاعدې په تور ۳ کسان په اعدام محکوم کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د یکشنبې په ورځ ددوی د اعدام په اړه وروستۍ ناسته وه.‌

په قاهره کې د جنایتونو اړوندې محکمې د یوه عراقي کردي په ګډون درې کسان په غیاب کې له دې کبله په اعدام محکوم کړي، چې ګني له الاعدې شبکې سره یې تړاو درلود.

څلورم تورن کس په ۱۰ کلونو بند محکوم شوی. پر دوی دا تور هم دی چې د امنیتي ځواکونو د شمېر او تمرکز ځایونو په اړه یې جاسوسي کړې ده.

محکمې په تېره ناسته کې د تورنو لاسوندونه د مصر مفتي ته حواله کړي وو چې د اعدام په اړه یې خپل تایید په داګه کړي.

د یکشنبې په ورځ ددوی د اعدام په اړه وروستۍ ناسته وه.‌

د مفتي د پرېکړې له مخې، تورنو کسانو له ۲۰۰۸ د ۲۰۱۳ تر مې میاشتې پورې د مصري واکمن نظام پروړاندې یوه ډله جوړه کړې وه،‌ چې د اساسي قانون پرضد یې کار کاوه او حکومتي بنسټونه یې کار ته پرېښودل.

پر دوی دا تور هم دی چې ګني ولسي وګړي یې شخصي ازادیو ته نه پرېښودل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption قاضي محمد شحاته د ۱۸۳ کسانو د اعدام پرېکړه واوروله

د قاهرې محکمې پر دوی دا تور هم لګولی چې ګني له هېواده بهر یې د یوې ترهګرې ډلې ملاتړ او د هغوی په ګټو کار کاوه او د مصر د ننه یې اړدوړ جوړاوه.‌

د محکمې د حکم له مخې، تورنو د القاعدې شبکې له مشرانو سره په سیناء کې د وسله والو ځواکونو او د امریکا او فرانسې د سفارتونو پرضد پرضد ترهګریزو بریدونو کې همکاري کړې ده.‌

وړاندې واشنګټن په مصر کې د ۱۸۳ کسانو د اعدام پرېکړې ناعادلانه بللې او له قاهرې یې د ډله ییزې محاکمې درولو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې مخکې مصر د ۱۱ پولیسو په وژنه کې ۱۸۳ کسان په اعدام محکوم کړل.

Image caption په مصري چارواکو تور دی، چې ماشومان یې هم بندیان کړي

اروپايي اتحادیې او د بښنې نړیوال سازمان هم د اعدام دغه پرېکړې غندلې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې په دې دسمبر کې هم مصر کې د دغې پېښې د تورنو د اعدام پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب