نایجریا کې ولسمشریزې ټاکنې وځنډېدې

د انځور حقوق AFP

د نایجریا ولسمشریزې ټاکنې چې د فبروري په ۱۴ ترسره کېدې، وځنډېدې او اوس د نایجریا د ټاکنو کمیسیون وايي، چې د امنیتي ستونزو له کبله دغه ټاکنې به ۶ اونۍ وروسته ترسره شي.

د سیاسي ډلو ترمنځ په دې موضوع خبرې اترې روانې وې، چې ایا په دغه ډول شرایطو کې د ټاکنو تر سره کول ممکن دي او کنه کوم چې د دغه هېواد ډیری شمال ختیځې برخې د سخت دریځو په ولکه کې دي.

د ټاکنو نوې نېټه د مارچ میاشتې ۲۸ ټاکل شوې.

د تېرې شنبې تر ورځې د نایجریا د ټاکنو کمېسیون ټولې هغه هڅې ردولې چې د ټاکنو د ځنډ په تړاو وې.

اله دې مخکې د نایجریا له ټاکنوکمېسیون څخه غوښتنه شوې وه چې د رایې ورکولو کارت تر لاسه کولو لپاره لا ډېر وخت ورکړلی شي.

شنبې په ورځ د کمېسیون چارواکو غونډه درلوده، چې په ترڅ کې یې د کمېسیون مشر اتاهیرو جیګا وویل، چې کله هغه ته وویل شول چې پوځ به د ټاکنو په تړاو مرسته نه شي کولی نو ټاکنې یې د ۶ اونیو لپاره وځنډولې.

منیتي چارواکو هغه ته ویلي وه، چې پوځ د دغه هېواد په شمال ختیځه برخه کې د سخت دریځې بوکوحرام ډلې سره په نښته کې بوخت دی نو ځکه په ټاکنو کې مرسته نه شي کولی ''او ټاکنو ته اوږه نه شي ور کولی''.

د نایجریا په پلازمېنه لاګوس کې د بي بي سي خبریال ول راس وايي، د ټاکنو ځنډول یوه ډېره د بحث وړ پریکړه ده.

لوی مخالف ګوند غړي پر پوځ تور لږوي او وايي، چې په قصداي ډول ټاکنې ځنډول کېږي تر څو ولسمشر ګوډلک جنی تین د خپل ټاکنیزو منډوتړلو لپاره لا ډېر وخت پیدا کړي.

ویل کېږی چې د دغو ټاکنو په ځنډیدو سره به په دغه هېواد کې روان تاوتریخوال لا زیات شي.

ورته مطالب