د ګودر غاړه: ژوند ښکلی دی

د انځور حقوق AFP

څه باندې یو کال وړاندې دوبی خپل کلي ته تللې وم، غرونه، دښتې، پولې، پټي، ونې، باغونه، ویالې او سیندونه همغسې ښکلي وو.

کلیوال وګړي او بزګران چې ټول رنګين ژوند او هرڅه يې د کلیو په دې ونو، بوټیو او کروندو پورې تړلي دي، پرېشانه، زړه ماتي، او ناهیلي ښکارېدل.

دا ناهیلۍ، خپګان او... د ونو، بوټو او کروندو د خراب حاصل، چینجیو د لګېدو یا د ناروغیو او وچکالیو نه و، دا خپګان په دوبي کې د حاصل په وخت د باران او سېلاب هم نه وه.

دا پرېشاني د ستومانۍ ستړیا یا اسبابو د نشتوالي له امله هم نه وه، خو دوی ډېر کړېدل، د دې کړاو سره ټول وګړي مخ وو، دا اسماني اپت نه و، دا د ځنګلي ځناورو کار نه و، خو دا څه و؟

چې لر و بر یې ټول ځورول. دا کړاو ، ځور،تباهي او...

کال پوره کېږي چې امریکا کې اوسېږم، په دې یو کلنه موده کې مې اوس هم د هغه بزګر غریو نیولی اواز غوږونه کړنګوي، چې چيغو یې د شنو ونو پولو پټو په منځ کې انګازې کولې:

پرې مېږدۍ خدای ته وګورئ له تاسو مې هېڅ نه دي غوښتي، زه خوار بزګر یم ولې مې نه پرېږدی، په خپله ځمکه کې خواري کوم، له تاسو هېڅ نه غواړم، نه چوکۍ غواړم، نه قدرت، نه پیسې، هېڅ مې نه دي غوښتي.

مرسته نه غواړم خو خدای ته وګورئ موږ پرېږدئ، موږ ته خپل پخوانی ساده او ښکلی ژوند پرېږدئ، و خدایه خپلې خوارۍ ته مې نه پرېږدي، سور اور یې راباندې بل کړی، نور سزا ورکړه و زما لویه خدایه! نور جزا ورکړه، د دې لېونیانو لاس او پښې پرې وتړه او...

وروسته خبره شوم چې نن سهارد مخالفو ډلو تر منځ جګړه کې یې زوی هغه وخت په پښه لګېدلی چې پلار، زوی په خپله کرونده کې څارویو ته د وښو په رېبلو بوخت وو.

د انځور حقوق AFP

همداسې پېښې به کېدې، خلک، باغوانانو، کروندګر به خپلو کارونو بوخت وو یو ناڅاپه به درز دروز پیل شو، له خلکو به کار او بار پاتې و، چا به د ونو ډډ ته پناه وړې وه او چا به پولو پوشتو ته، څوک به تر کورونو روغ ولاړ او چا به ګولۍ وخوړې.

خو نن له ټوپک وتلې ګولۍ د ده زوی ټپي کړی و، زخمي د کلي په روغتون کې پروت و، دی له روغتون راوتلی، خپله کرونده کې لګیا و، څه یې کړي وای د حاصل ټولولو وخت و، چې یو څه وګټي بیا یې وڅټي، کورنۍ او څاروي ورته سترګې په لار وو.

زړه یې له اه او درده ډک و، د کروندو په ازاده فضا کې یې زړه خپل لوی رب ته تشاوه.

کلونه وړاندې مخکې د مرګ، ژوبلې وېرې او ډار له غدۍ پرېوتلو بزګران خپلو ځمکو کروندو کې که ستړي ستومانه به هم وو، خو روحآ ارامه او خوښ وو، له کوره به ورته لور، زوی یا مېرمنې ډوډۍ او سړې شړومبې راوړي، دوی به ونغرل، تنده ستوماني به یې لرې شوه، ښکلی ژوند یې له خوندونو ډک و، هره خوا به ابادي وه، هره خوا به خوشالي وه.

زموږ هېواد کې د بدۍ پېښې دي وایی: دې بديه دې مه یې سر ګوره مه پښې

بدی خپلې بدې چارې کوی، په نړۍ یې څه په خلکو یې څه، بدی یا بدیان څه ته وايي، چې بدي ونه کړي نو څه وکړی، که نړۍ هر څومره د ابادۍ او پرمختګ په لور، د سوکالۍ او ارامۍ په لور، خو دوی د تباهۍ، بربادۍ او... په لور روان دي.‎‎

ګورم امریکایي وګړو خپل هېواد او خلکو ته څومره کار کړی څومره ابادي یې کړې او ژوند يې ښکلی کړی دي.

درېغی زموږ خلک دومره پوهېدای چې ښکلي ژوند ته يې لا ښکلا ورکړې وي. نه بدرنګي.

زه چې څومره هم دلته ابادي ګورم، احساس کوم چې درېغی داسې پراخه تونلونه، پلونه ،سړکونه او ابادي زموږ په هېواد کې هم وای، درېغی د سالنګ او ماهیپر تونل او سړکونه داسې پاخه پراخه او روښانه وای، مرګ ژوبلې به نه کېدی.

په دې احساس مې خپل هېواد ډیر رنګین جوړ کړی وي، ناڅاپه ټکان وخورم وایم هغوی لګیا دي ورانوي یې، په تباهۍ پسې یې راخیستې او تا په تش احساس ځان ستړی کړ.

د انځور حقوق bbc

وايي: په اندېښنو مې ځان پاچاه کړ

چې سر مې پورته کړ ګدا د دنیا ومه ‎

څومره به ښه وه چې د جګړې او وژنې په ځای د هېواد دښتو غرونو، ونو کروندو ابادۍ کې ستړي وای، څومره به ښه و چې الله تعالی راکړي ښکلي ژوند ته يې نوره هم ښکلا ورکړې وای، د خیر او ثواب په کارونو کې یې ستوماني ګاللې وي، نه په ګناه زیاتولو، ماشه راښکلو، نه چې ښکلی ژوند يې بدرنګ کړی.

دا انسان دی چې ورانی کا دا څه ډول انسان دی مخکې به انسان ابادي کوله، مینه به یې خوروله، د الله تعالی خوښی او رضا به یې غوښته، خو نن ځینې انسانان څنګه غير انساني عمل کوی. ژوند ولې بدرنګوي. ژوند ښکلی دی

ماته د فرهاد دریا سندره رایاده شي

ژوند ښکلی دی

ژوند ښکلی دی

يه خلکو خلکو خلکو ښکلیو خلکو!

مه نیسی ژوندون ته ټوپک مه نیسی

بار څخه پړي واخلی

بار له یو ستړي واخلی

ژوند ښکلی دی

ژوند ښکلی دی

ښکلی ښکلی ښکلی دی

ژوند ښکلی دی

ژوند ښکلی دی