بشار اسد: سوریه کې د امریکا له بمباریو خبرېږو

Image caption اسد:‌ ''موږ بمونه لرو، توغندي لرو او مرمۍ لرو... خو بېرلي بمونه نه شته، موږ بېرلونه نه لرو ''.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد له بي بي سي سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال سوریه کې د داعش پروړاندې د امریکايي بمباریو پر څرنګوالي د نیوکې ترڅنګ ویلي، ددغو عملیاتو په اړه له درېیم کس دوی خبرېږي. نوموړي پر ولسي وګړو د بیرلي بمونو غورځول رد کړي دي.

بشار الاسد وايي، حکومت یې د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ له هغه اییتلافه پیغامونه تر لاسه کړي، چې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه بوخت دی.

ښاغلي اسد بي بي سي ته ویلي له هغه راهیسې، چې سپتمبر میتاشت کې د داعش خلاف هوايي بریدونه پیل شوي مخامخ همکاري نه ده شوې. خو وايي دریمګړو، چې له هغوی نه یو عراق دی د ده په خبره ( معلومات ) لېږدولي دي.

نوموړي هغه رپوټونه هم رد کړل، چې ګواکې د سوریې حکومتي ځواکونه له یوې مخې پر هغو سیمو چې د مخالفانو تر ولکې لاندې دي، بېرلي بمونه غورځوي او زرګونه ملکي کسان یې وژلي دي.

د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي ایډیټور جیرمي بووین سره دمشق کې د خبرو پر مهال ښاغلي اسد دغه ادعاوې، چې رسنیو کې یې پراخ پوښښ موندلی (ماشومانه) کېسه بللې:

''موږ بمونه لرو، توغندي لرو او مرمۍ لرو... خو بېرلي بمونه نه شته، موږ بېرلونه نه لرو ''.

زموږ خبریال وايي د بشارالاسد تردید ډېر ناندریز دی، ځکه د بېرلي بمونو له کبله د وژل شویو ملکي کسانو وژنې پېښې تر ډېره حده مستندې شوې دي.

بل لور ته د امریکا په مشرۍ اییتلاف ډېری غړي هېوادونه له بشارالاسد حکومت سره هر ډول همکاري ردوي.

Image caption د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي ایډیټور جیرمي بووین سره دمشق کې د خبرو پر مهال ښاغلي اسد دغه ادعاوې، چې رسنیو کې یې پراخ پوښښ موندلی (ماشومانه) کېسه بللې:

دوی له هغه راهیسې، چې ۲۰۱۱ کال کې د نوموړي خلاف پاڅون پیل شو، د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

خو تېر کال د داعش له لوري د سوریې او عراق ډېرو برخو نیول کېدو او د خلافت اعلان چارواکي هڅولي دي، چې د دغې ډلې ځپلو لپاره له سوري ولسمشر سره د همکارۍ په اړه غور وکړي.

په دې سربېره ښاغلی اسد د هغه اییتلاف غړي کېدل ردوي، چې د داعش ځپلو او له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي.