یو ماشوم چې د هېوادوالو د وېش سبب شو

د ۲۰۱۵ کال لومړی ګهیځ ۱۲ بجې او یوه دقیقه وه، چې د هنګري په شمالي ماکو ښار کې یو ماشوم وزېږېد. دغه ماشوم چې ریکاردو راکس نومیږي د کال لومړي زېږېدونکي ماشوم حیثیت تر لاسه کړ.

ریکاردو له همدې کبله نه یوازې په خپل هېواد کې دننه، بلکې په نړیواله کچه ډېر شهرت وموند. کورنیو او نړیوالو رسنیو یې خورا ډېر عسکونه خپاره کړل او دې سره هغه په هېواد کې دننه او بهر یوه ( پېژندل شوې ) څېره شوه.

خو د ریکاردو دغه شهرت تر ډېره مهاله بې ناندریو پاتې نه شو.

اوس هغه او کورنۍ یې په خپل هېواد کې د یوه اوږده او تاوده بحث محور دي. وجه یې داده، چې ریکاردو او کورنۍ یې د خپل هېواد هغه قوم اړوند دي، چې لږکۍ دي او ډېری مهال کوچیان بلل کېږي.

د ریکاردو له زېږېدو څو ورځې وروسته د هنګري یوه کیڼ اړخي ګوند مشر، الود نوواک پر خپله فېسبوک پاڼه د ریکاردو انځور خپور کړ او ویې پوښتل: د هنګري خلک په خپل هېواد کې په لږېدو دي او هغه ورځ لرې نه ده، چې موږ به لږکۍ وبلل شو. هغه ورځ به کله راځي چې موږ به د خپل هېواد نوم بدلولو ته اړ کېږو؟ موږ به کله د خپل هېواد دغه لویه ستونزه هواروو؟

د انځور حقوق BBC World Service

د نوواک دغو پوښتنو یو سیاسي توپان راپورته کړ. پلووي او مخالفو غبرګونونو یې د ټولییزو رسنیو پاڼې ډکې کړې. داسې معلومیدل، چې د ریکاردو زېږېدنې د توکمپالو او هغوی د مخالفانو تر منځ یوه جګړه رامنځته کړه.

د نوموړي سیاستوال یوه پلوي بېلګیز کمنټ داسې و چې:

دا خو د سپیو او پېشوګانو په څېر بچي زېږوي، خو حکومتي او اپوزیسیون کسانو د غندنې څرګندونو لړ کې هم له یوه بل نه د وړاندې کېدو هڅې پیل کړې. زه وتوانېدم د ریکارډو له مور پلار سره ووینم.

دوی له دې مخکې له رسنیو سره مرکه نه دي کړې او ډېر ژر معلومه شوه، چې دوی د رسنیو له ډېر پامه خوښ نه دي. پېټر راته وویل، چې دوی په ماکو کې یوازینۍ روما کورنۍ دي او له ټولو ګاونډیانو سره یې اړیکي ښه ده.

د انځور حقوق BBC World Service

نوموړی وايي تر اوسه ورسره چا د توکمپالنې پر بنسټ چلند نه دی کړی. پېټر خیریه فعالیتونه کوي او د تراکتور چلولو لایسنس تر لاسه کولو کوښښ کوي.

هغه وايي (( غواړم له رسنیو لرې ارام ژوند وکړم. بس مزدوري وکړم او کله چې کور ته ستنیږم د خپلې کورنۍ غړو تر څنګه توده ډوډۍ او سړې اوبه ولرم، همدا راته بسنه کوي.))

د ریکاردو مور وايي: باید پر هېڅ انسان دغه ډول ټاپې و نه لګولې شي، کله چې هغه اتلس کلن شي، خپله به پرېکړه وکړي، چې د روما قبېلې اړوند پېژندګلوي یې خوښه ده که نه.

پېټر د خپلې مېرمنې خبره اوږدوي: یوازې زموږ رنګونه بېل دي، که نه زموږ وینه، زموږ روح او زموږ زړونه یو دي. خو الوک نوواک د خپلو څرګندونو په اړه له بښنې غوښتو انکار کړی او وايي د ریکاردو مور پلار باید له ده بښنه وغواړي.

د هنګري هغه رسنۍ، چې د کیڼ اړخو اړوند دي د روما قبیلې اړوندو ماشومانو د دوی په خبره ډېرېدونکې زېږېدنې ته اندېښنه ښيي او دا یوه لویه ستونزه بولي.

دوی ادعا کوي، چې دا د هنګري تر ټولو لویه ستونزه ده، خو ښايي هېر یې دي، چې روما هم د هنګري برخه ده او هغوی هم هماغسې حقونه لري، چې دوی یې لري.