د CIA پخوانی مشر: افغانستان به د داعش مهم مرکز وي

د انځور حقوق Getty

د امریکا د مرکزي استخباراتو پخواني مشر رابرټ ګورنیه ویلي، افغانستان به د ''اسلامي دولت'' په څېر د نړیوالو ترهګریزو ډلو خوندي پټنځای ټاکل کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د تېرې سې شنبې په ورځ له افغانستان نه د لوېدیځ سرتېرو د وتلو په مناسبت جوړې شوې غونډې کې کړې دي.

ګورنیه په افغانستان کې وضعیت ''لا ډېر خطرناک اټکل'' کړی چې په وینا یې یوځل بیا سخت دریځو ډلو افغانستان د خپل مرکز جوړېدو لپاره ټاکلی دی.‌

''تر کندهاره ۸۸ ورځې''

رابرټ ګورنیه د ''تر کندهاره ۸۸ ورځې'' ناول هم لیکلی،‌ چې د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته یې کندهار ته د خپل سفر په باب او د طالبانو د تحریک راپرځولو د هڅو په تړاو خپله تجربه پکې رانغښتې ده.‌

دی وايي، له افغانستان نه د امریکايي او لوېدیځوالو سرتېرو تر وتلو وروسته امریکا او غربي هېوادونه له کابل سره د مالي همکارۍ په چمتو کولو کې پاتې راتلونکي دي.‌

دی وايي ''طالبان هرشي ته په دویمه سترګه ګوري او بیا پرېکړه کوي،‌ دوی د کرښې بلې غاړې ته خپلو ایډیالوژیکي ځای ناستو ته شا نه اړوي''.

ګرونیه، چې د سي آی اې په ځینو نورو مهمو څوکیو یې هم کار کړی، وايي، کتاب یې په ۲۰۰۱ کال د ''امریکا ـ افغان لومړۍ جګړې'' په اړه هغه نظریه راخیستې ده، چې ''څرنګه امریکا په دې جګړه کې بریالۍ شوه،‌ خو د ''افغان ـ امریکا په دویمه جګړه'' کې امریکا له شک پرته ماتې وخوړه''.

نوموړی خبرداری ورکوي ''که چېرې موږ په درېیمه افغان ـ‌ امریکايي جګړه کې ځانونه ښکېلول غواړو،‌ باید د تېرو جګړو تېروتنې تکرار نه کړو''.

ورته مطالب