له 'داعش' سره د وروستۍ امریکایۍ بندیوانې وژنه تایید شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کیلا مولر په ۲۰۱۳ کې سوریه کې نیول شوې وه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما منلې ده، چې سوریه کې له ''اسلامي دولت'' سره امریکایی بندي ښځه کیلا مولر وژل شوې ده. داعش وړاندې ویلي وو چې آغلې مولر د اردن په یوه هوايي برید کې وژل شوې ده.

خو امریکا داعش د مولر د وژنې مسؤول وباله.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي ''داعش او یوازې داعش د کیلا مولر د له منځه تلو لامل دی.''

بارک اوباما هم ویلي چې امریکا ''د مولر د وژنې مسؤول ترهګر'' عدالت ته راکش کړي.

ښاغلي اوباما د مولر په تړاو وویل‌ هغه د امریکا تر غوره استازې وه.

د امریکا امیر البحر جان کربي هم ویلي، لاهم امریکا د آغلې مولر د وژل کېدو څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نه لري.

اردن ویلي، ددوی په هوايي برید کې کیلا مولر نه ده وژل شوې.‌ اردن د ''اسلامي دولت'' له لوري د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو له وېډیو خپرېدا وروسته پر ''اسلامي دولت'' بمبارۍ پیل کړې.

وړاندې امریکا ویلي وو، د آغلې مولر د وژل کېدو د تایید لپاره کافي معلومات نه لري.

د مولر کورنۍ په یوې اعلامیې کې ویلي ''زړونه مات شول''. دوی هغه لیک هم خپور کړی، چې څو میاشتې مخکې یې له اسارت څخه دوی ته استولی و.

په دې لیک کې هغې خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې ځای یې خوندي دی او هغې ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

آغلې مولر په امریکا او بهر کې له ځینو خیریه ټولنو سره کار کړی او په ۲۰۱۲ کال کې د ترکیې د پولې له لارې سوریې ته ولاړه چې له کډوالو سره مرسته وکړي.

کیلا مولر ۲۶ کاله عمر درلود چې په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې حلب ښار کې وتښتول شوه.

د انځور حقوق The Daily Courier
Image caption مولر په نارټ اریزیون پوهنتون کې زده کړې کړې دي

مولر په ۲۰۱۴ کال پخپل یوه لیکل کې خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې ګني له هغې سره ''د مهربانۍ او زړه سوي'' له اړخه سلوک کېږي.

هغې لیکلي وو:‌ ''هر ځل یو پراګراف لیک درته لیکلی شم،‌ ځکه فکر کوم تاسو هرځل ما ژړوئ. پوهېږم چې غواړئ زه قوي واوسېږم،‌ همدا کار کوم.''

ویل کېږي چې د مولر مرګ لومړی د داعش له لوري د هغې کورنۍ ته د یوه پیغام په استولو خپور شو، او بیا د امریکا د استخباراتو شبکې ددغه پیغام ریښتینولي تایید کړه.

اوباما په یوه اعلامیه کې ویلي:‌ ''هغه یې له موږ واخیسته، خو میراث یې دوام لري.''

تر دې وړاندې داعش د جیمز فوي او سټیون ستولف په نومونو د دوو خبریالانو او یوه امریکايي پیټر کاسیګ سرونه غوڅ کړي وو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ ویل‍ي، لږترلږه یو بل امریکایی په منځني ختیځ کې بندي دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

د انځور حقوق mueller family
Image caption د مولر کورنۍ وايي، د مولر په وژل کېدو یې زړونه مات شوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مولر کورنۍ د هغې د وژل کېدو د خبر تر تایید وروسته د هغې یو کورنی انځور خپور کړ