د ۳ مسلمانانو د قتل انګیزه 'نفرت' او که 'حقوقي دعوا'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۲۳ کلن ضیاء شادي برکات،‌ د غاښونو طب پوهنځي ددویم کال محصل و، ۲۱ کلنې مېرمنې یې په راتلونکي اوړي کې د غاښونو د طب پوهنځي ته چمتووالی نیوه، او د هغې ۱۹ کلنه خور رزان د نارت کارولینا پوهنتون محصله وه.‌

د امریکا شمالي کارولینا ایالت چپل هېل کې د درو مسلمانو محصلینو په وژنې د تورن سړي مېرمن وايي، مېړه یې د مذهبي نفرت له کبله نه،‌ بلکې د پارکینګ پرسر د دعوا له کبله قتل ته زړه ښه کړی،‌ خو د دوو وژل شویو پلار وايي د قتل انګیزه نفرت وه.‌

په قتل تورن ۴۶ کلن کریک سټیفن هیکس نومېږي،‌ چې اوس له پولیسو سره دی.

د هیکس مېرمنې کارن هیکس ویلي، دغې پې‍ښې یې زړه مات کړی، خو وايي مېړه یې د بېلابېلو مذهبونو له ګڼو نورو ګاونډیانو سره د موټر د پارکینګ پرسر دعوا لرله.‌

د وژل شوو:‌ ضیاء برکات،‌ د هغه د مېرمنې يُسر محمد ابو صالحه او د هغې د خور رزان محمد ابو صالحه د شمالي کارولینا ایالت په چپل هېل کې پخپل کور کې موندل شوي چې پر سرونو په مرمیو ویشتل شوي.

۲۳ کلن ضیاء شادي برکات،‌ د غاښونو طب پوهنځي ددویم کال محصل و، ۲۱ کلنې مېرمنې یې په راتلونکي اوړي کې د غاښونو د طب پوهنځي ته چمتووالی نیوه، او د هغې ۱۹ کلنه خور رزان د نارت کارولینا پوهنتون محصله وه.‌

د دوی کورنۍ د قتل اصلي انګیزه نفرت بولي.

د وژل شویو مېرمنو پلار محمد ابو صالحه وايي، هیکس دغه کسان د 'اعدام په ډول' وژلي دي.

هغه نیوز آبزرور ورځپاڼې ته ویلي: ''دغه سړي مخکې هم زما لوڼو ته ګواښ کړی و، او وسله یې په ملا پورې تړلې وه''.

''دوی [وژل شوو] هم اندېښنه لرله،‌ خو په دې فکر نه وو چې ګني خبره به تر قتل پورې رسېږي''.

د هیکس مېرمنې په چارشنبې په داسې حال کې چې وکیل یې تر څنګ ولاړ و،‌ خبریالانو ته وویل، میړه یې باوري وو چې ''ټول سره یو شان دي، مهمه نه ده چې په کوم شکل وي، څوک وي او په څه شي عقیده لري''.

د انځور حقوق .
Image caption د وژل شوو:‌ ضیاء برکات،‌ د هغه د مېرمنې يُسر محمد ابو صالحه او د هغې د خور رزان محمد ابو صالحه د شمالي کارولینا ایالت په چپل هېل کې پخپل کور کې موندل شوي چې پر سرونو په مرمیو ویشتل شوي.

د هغه وکیل هم ویلي چې دغه قتل له مذهبي عقیدې سره هېڅ تړاو نه لري،‌ بلکې د موټرو د پارکینګ پر سر له یوې ناشولته ادعا سره اړیکه لري.

د هیکس پر فیسبوک پاڼه د جنورۍ په ۲۰ د وسلې یو عکس خپور شوی چې وايي، له کارتوسو ډکه ده او د هیکس ملکیت دی.

پر ټولنیزو رسنیو دا پوښتنه راپورته شوې،‌ دا چې وژل شوي مسلمانان دي، شاید د هغوی د دین له کبله وژل شوي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption واشنګټن پوست لیکلي ډاکټر ضیاء برکات د سوري کډوالو د غاښونو د روغتیا لپاره د ''مسواک بنسټ'' تر چتر لاندې پیسې راټولولې او د استوګنې په خپله سیمه کې یې داوطلبانه کار کاوه.‌

د خواله پر رسنیو په نړیواله او سیمه ییزه کچه دا نیوکه هم شوې چې رسنیو دغې موضوع ته په کافي اندازه اهمیت نه دی ورکړی او نه یې سمه تر پوښښ لاندې راوستلې ده.‌

د پولیسو څرګندونې

کریګ سټیفن هیکس تر قتل وروسته د پوهنتون ودانۍ سره نژدې پولیسو ته ځان سپارلی دی.

د چپل هیل پولیسو ویلي، په لومړنیو تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې دا جنایت په سیمه کې د پارکینګ پرسر د اختلاف له کبله رامنځ ته شوی.‌

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خواله پر رسنیو په نړیواله او سیمه ییزه کچه دا نیوکه هم شوې چې رسنیو دغې موضوع ته په کافي اندازه اهمیت نه دی ورکړی او نه یې سمه تر پوښښ لاندې راوستلې ده.‌

خو د ښار د پولیسو مشر ماکریس بلو واي،ي لاهم دا پوښتنه نه ده ځواب شوې چې ولې هیکس داسې یوې ناوړه پېښې او ناشولته جنایت ته مخه کړه.‌

واشنګټن پوست لیکلي ډاکټر ضیاء برکات د سوري کډوالو د غاښونو د روغتیا لپاره د ''مسواک بنسټ'' تر چتر لاندې پیسې راټولولې او د استوګنې په خپله سیمه کې یې داوطلبانه کار کاوه.‌

د امریکا او اسلام د اړیکو شورا (سي آی آر آر) په یوه اعلامیه کې له پولیسو غوښتي چې د دغه جنایت په اړه د خلکو ګومانونه ورک کړي او حقیقت ومومي.

پر همدې مهال، په دوک پوهنتون کې د مسلمانانو د چارو مشر عبدالله آنتلپي له خلکو غوښتي چې د حقیقت تر برملا کېدو مخکې دې اټکل او وړاندوینې نه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۴۶ کلن مشکوک قاتل کریک سټیفن هیکس په قصدي وژنې تورن شوی دی.

په هغه سیمه کې چې قتل شوی، خلکو ویلي د موټر د پارکینګ لپاره په کافي اندازه ځای شته او دوی فکر نه کوي چې ګني د موټر د پارکینګ پر سر دې خبره تر وسلې پورې رسېدلې وي.

خو برکات څو میاشتې وړاندې د هیکس په اړه پولیسو ته شکایت کړی و چې ګني د پارکینګ په اړه هر ځل ګواښ ورته کوي.

د برکات یوه نژدې ملګري علي حیدري د هغه له خولې ویلي وو: ''هیکس زموږ کور ته له وسلې سره راځي فکر کوم ددوی مساله له ډېر وخت راهیسې حل شوې وه''.

د انځور حقوق BBC World Service

حیدري وايي، دغه سړي هېڅ وخت د مذهب په اړه ته ده سکونډ رسوونکې خبره نه ده کړې، خو وايي فکر نه کوي چې د قتل ترشا د مذهب انګیزه ويو شاید تر شا یې کوم بل څه وي. د ډزو تر اورېدو وروسته یوې ښځې د سې شنبې په ورځ ۹۱۱ نمبر ته زنګ وهلی او پولیسو ته یې خبر ورکړی چې له پنځو تر ۱۰ ډزې یې واورېدې ''ما د ماشومانو چیغې واورېدې''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ضياء برکات او یُسر محمد ابو صالحه په تېر دسمبر کې واده کړی

د طبي پوهنتون یوه بل ۲۵ کلن محصل رې انتونیلي چې په سیمه کې و، ویلي اوه ـ اته ډزې مې واورېدې. ضیاء شادي برکات او یُسر محمد ابو صالحه په تېر دسمبر کې واده کړی و.

برکات په وروستیو کې سوري کډوالو ته د غاښونو ساتنې په برخه کې د ځینو اړینو توکو د مرستې رسولو په اړه پر خپل فېسبوک یو پوست خپور کړی و، چې ویل یې هغوی ته په میاشت کې کله یو او کله دوه ځلې د غاښونو مینځولو درمل، بورسونه، او د خولې مینځلو دوا چمتو کوي.

برکات په اصل کې د سوریې دی، چې په ترکیه کې یې سوري کډوالو ته مرستې برابرولې.

د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب