رښتیا، آیا تاسو څو ساعته خوب ته اړتیا لرئ؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د ځوانانو او بالغو کسانو لپاره ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب کول مناسب ګڼل شوي

د امریکا متحدو ایالتونو د خوب ملي بنسټ وايي، د بېلابېل عمر لرونکي کسان د خوب لپاره بېلابېلو وختونو ته اړتیا لري. نو آیا تاسو څومره خوب ته ضرورت لرئ؟

زیاتره خلک پوهېږي چې په کافي اندازه خوب نه کوي/ نه لري، خو ایا څومره خوب کول کافي دي؟ په امریکا کې یوې تازه څېړنې ویلي، ددې پوښتنې ځواب ستاسې په عمر پورې اړه لري.

سپارښتنه شوې، که چېرې تاسو په ورځني ژوند کې له قهوې او انرژي لرونکو مشروباتو ګټه کمه ګټه واخلئ، د شپې مهال خپل ساعت د وختي ویښېدو لپاره برابر نه کړئ.‌ شاید ستاسو خوب پوره شي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د ۱ کلن او ۲ کلونو ماشومانو لپاره د خوب اندازه ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو ښه ګڼل شوې،‌ خو له ۹ ساعتتونو تر ۱۶ ساعتونو پورې خوب هم بد نه دی ورته ګڼل شوی.

د امریکا متحدو ایالتونو د خوب بنسټ‌ چې د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې یوه خیریه اداره ده، ویلي، په فردي توګه ژوند کول د خوب پوره کېدو لپاره ښه فرصت دی، خو داسې سپارښتنې شته چې ستاسو په عمر پورې تړاو لري.

  • نوي زیږېدلي‌ (له صفر تر ۳ میاشتو پورې):‌ معمولاً نوي زیږېدونکي ماشومان هره ورځ له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو پورې خوب کولو ته اړتیا لري،‌ خو ددوی لپاره د ۱۱ او ۱۳ ساعتونو ترمنځ خوب هم کافي دی.‌ ددوی لپاره د ۱۹ ساعتونو خوب کولو سپارښتنه نه کېږي.
  • ماشومان (د ۴ او ۱۱ کلونو ترمنځ):‌ ددغه عمرلرونکو ماشومانو لپاره د ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو خوب کولو سپارښتنه شوې.‌ لږترلږه۱۰ ساعته خوب هم شاید ورته بسنه وکړي، په دې عمر کې ماشومان باید تر ۱۸ ساعتونو ډېر خوب ونه کړي.
  • اطفال:‌ (د ۱ او ۲ کلونو ترمنځ):‌ د ۱ کلن او ۲ کلونو ماشومانو لپاره د خوب اندازه ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو ښه ګڼل شوې،‌ خو له ۹ تر ۱۶ ساعتونو پورې خوب هم بد نه دی ورته ګڼل شوی.
  • د ښوونځي له عمر مخکې ماشومان (۳ تر ۵ کلنۍ پورې)‌: ددغو ماشومانو لپاره د ۱۰ او ۱۳ ساعتونو ترمنځ خوب غوره بلل شوی.‌ خو له ۸ ساعتونو کم او له ۱۴ ساعتونو ډېر خوب کول ورته مناسب نه دی.‌
  • د ښوونځي د عمر ماشومان (۶ تر ۱۳ کاله):‌ یاد بنسټ وايي، ددغه عمر لرونکو ماشومانو لپاره د ښه خوب اندازه د ۹ او ۱۱ ساعتونو ترمنځ ده.‌ خو له ۷ کم او له ۱۲ ډېر خوب کول ورته صحي نه دي.
  • زلمیان (د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ):‌ د زلمیانو د خوب مناسبه اندازه د ۸ او ۱۰ ساعتونو ترمنځ ښودل شوې. خو له ۱۱ ساعتونو ډېر او له ۷ کم خوب ورته ښه نه دی.
  • بالغ کسان (د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ):‌ د بالغو او ځوانانو لپاره د ۷ او ۹ ساعتونو ترمنځ‌خوب صحي ګڼل شوی، خو له ۶ ساعتونو کم او له ۱۱ ډېر خوب ورته زیان رسوونکی بللی شوی.
  • لویان (۲۶ تر ۶۴ کلنۍ پورې):‌ ددغه عمر لرونکو کسانو لپاره د مناسب خوب اندازه د ۷ او ۹ ساعتونو ترمنځ‌ صحي ده.
  • بوډاګان ( ۶۴ کلن یا مشران):‌ د دوی لپاره د مناسب خوب اندازه د ۷ او ۸ ساعتونو ترمنځ ده،‌ خو پام مو وي چې خوب یې له ۵ ساعتونو کم او له ۹ ډېر نه شي.

غوره خوب

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption بې خوبي یا د خوب کموالی د سړي پر روغتیا او کاري چاپېریال اغېز کوي

د خوب د برخې کارپوهانو یو داسې لست هم خپور کړی،‌ چې څرنګه د پورتني عمر لرونکي کسان د خپل ښه خوب هیله پکې پوره کولی شي.

دوی وايي، لومړی باید د خوب لپاره مناسب وخت او د ویښېدو لپاره مناسب وخت وټاکل شي، خو لاندې سلامشورې هم ګټورې تمامېدای شي:

  • د خپل خوب لپاره مهالوېش چمتو کړئ، ان د رخصتۍ په ورځ هم.
  • د خپل خوب لپاره آرامه ځای (بستره،‌ چپرکټ) جوړ کړئ.
  • هره ورځ تمرین وکړئ.
  • د خوبخونې د تودوخې درجه نورماله وساتئ،‌ په خونه کې غږ او رڼا ته هم پام وکړئ.
  • د خوب تښتوونکو له خوړلو/څښلو ډډه وکړئ.
  • له خوب کولو وړاندې ټول برېښنايي څیزونه ګل کړئ.