د کاناډا پولیس وايي دوی "د ډزو یو پلان شنډ کړی"

Image caption پولیسو زیاته کړه داسې نه ښکاري چې ګنې دغو کسانو د ترهګرۍ انګېزه درلوده، خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

د کاناډا پولیس وايي دوی د هلیفکس په سیمه کې د شنبې پر ورځ د ډزو یو پلان شنډ کړی دی.

په دې تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي او د راپورونو له مخې څلورم کس هغه مهال ځان په ډزو وواژه چې پولیسو یې کور محاصره کړ.

پولیسو وویل لږترلږه دوو مشکوکو کسانو پلان درلود چې (یو عامه ځای ته لاړ شي....موخه یې دا وه چې هلته ډزې وکړي، لومړی ولسي وګړي ووژني او بیا ځانونه).

پولیسو زیاته کړه داسې نه ښکاري چې ګنې دغو کسانو د ترهګرۍ انګېزه درلوده، خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

د پولیسو یوه چارواکي براین برېنن وویل په پلان کې د هلیفکس سیمې یو ۱۹ کلن سړی او د امریکا د ایلیونس ایالت یوه ۲۳ کلنه ښځه شامل وو.

نوموړي وویل دغو دواړو کسانو وسلې تر لاسه کړې وې.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل کله چې پولیس د ۱۹ کلن سړي نیولو ته ورغلل، هغه ځان وواژه.

د هلیفکس سټنفیلډ په نړیوال هوايي ډګر کې د ښځې تر څنګ یو ۲۰ کلن کاناډایی سړی هم نیول شوی دی. څلورم مشکوک کس چې ۱۷ کلن کاناډایی هلک دی په یوه کور کې ونیول شو.

پولیسو وویل پلټونکو په قضیه کې د دوو وروستیو مشکوکو کسانو رول لا هم نه دی څرګند کړی.

ښاغلي برېنن وویل دی په ادعا شوي ډول دغه پلان کې ښکېل کسان (د هغو اشخاصو یو ډله بولي چې یو لړ عقیدې یې درلودې او چمتو وو چې د ولسي وګړو پر ضد له تاوتریخوالي ډکې کړنې ترسره کړي خو په پلټنو کې داسې هېڅ څه نه شته چې وښيي دا یو ممکنه ترهګریز برید و).

نوموړي زیاته کړه پولیس په دې باور دي چې (دوی په دغه قضیه کې ټول ښکېل کسان په ګوته کړي او ګواښ یې له منځه وړی دی).

ورته مطالب