د 'ټاپي' نل لیکې مشرۍ ته ۳ نړیوالو شرکتونو زړه ښه کړی

د افغانستان د کانونو وزارت اعلان کړی چې درې ستر نړیوال شرکتونه دې ته چمتو دي، د کنسرسیوم په چوکاټ کې د ټاپي ګاز نلیکې پروژې مشري پر غاړه واخلي.

د فرانسې ټوټال، د روسیې ارټي ګلوبل،او د چین پیترولیم نلیکې ګروپ هغه شرکتونه دي، چې د دغې پروژې د مشرۍ غوښتونکي دي.

افغان حکومت هیله مند دی، چې تر راتلونکو دو کلونو به د دغې پروژې عملي کارچې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته به یې لېږدوي پیل شي.

د ټاپي پروژې څلور غړي هیوادنه، چې ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته لېږدوي تېره اونۍ د شلمې غونډې لپاره په پاکستان کې سره ورغونډ شوي وو.

په دغې غونډه کې چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وزیر داود شاه سبا هم ګډون کړی و وایي، درې نړیوالو شرکتونو وړاندیز کړی چې غواړي د ټاپي نل لیکې پروژې مشري پر غاړه واخلي.

وړاندیزکوونکي د فرانسې روسیې او چین هیوادونو شرکتونه دي.

ښاغلی سبا وایي، د تیرې اونۍ په غونډه کې پریکړه وشوه چې د ټاپي راتلونکې غونډه به تر راروانو دو میاشتو په پلازمینې کابل کې ترسره شي او د دغې پروژې پلاوی به هم وټاکلی شي.

د ټاپي پروژه چې اته میلیارده ډالره ارزښت لري د ۲۰۱۰ میلادي کال په پای کې لاسلیک شوه.

Image caption تمه کېږي، چې د افغانستان په دننه کې به د دغې نلیکې په مرسته ۱۲ زرو بې روزګارو کسانو ته د کارزمینه برابر شي.

دغه پروژه هر کال دیرش میلیارده متر مکعب ګاز لیږدوي، چې ښايي څلورو غړو هیوادونو ته پریمانه ګټه ورسوي.

افغانستان په دغه پروژه کې ۲۵ سلنه برخه لري.

تمه کېږي، چې د افغانستان په دننه کې به د دغې نلیکې په مرسته ۱۲ زرو بې روزګارو کسانو ته د کارزمینه برابر شي.

د دغې هوکړې پر بنسټ به افغانستان هر کال د ټاپي پروژې نه میلونه ډالر ترلاسه کوي او د ګاز په برخه کې به یې هم ستونزې هوارې شي.