جعفر پناهي د برلین طلايي خوګ جایزه وګټله

د انځور حقوق epa
Image caption د پناهي پرځای د هغه ورېرې حنا سعيدي دا جایزه ترلاسه کړه

ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي د (ټکسي) په نامه فلم له برکته د برلین فلمي نندارې د طلايي خوګ جایزه ګټلې ده.

د طلايي خوګ جایزه د چیلي فلم جوړوونکي پابلو لارایین ته هم رسېدلې ده.

ټام کورتینی او شارلوټ رامپلینګ هم د (۴۵ کلونه) فلم په برکت دغې جایزې ته ټاکل شوي وو.

دا چې جعفر پناهي ممنوع الخروج اعلان شوی،‌ او له ایران نه د وتلو لار یې نه ده موندلې، جایزه یې ورېرې حنا سعیدي ترلاسه کړه.‌ حنا سعیدي هم په فلم کې رول لوبولی دی.‌

هغې چې له خوښۍ یې سترګې له اوښکو ډکې وې وویل:‌ ''نه شم کولی څه ووایم، ډېره تر اغېز لاندې راغلې یم.''

جعفر پناهي وړاندې په ۲۰۰۶ کال هم دغې جایزې ته کاندید شوی و.‌

د هغه ( له سیمین د نادر بېلتون) په نامه فلم هم د برلین د طلايي خوګ جایزه ګټلې دوه.‌

ښاغلی پناهي په ایران کې د ۱۳۸۸ کال د اعتراضونو په لړ کې د ګډون په تور له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوی، چې له هېواده بهر له ګڼو هنري نندارتونونو بې برخې پاتې شوی.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption حنا سعیدي چې له خوښۍ یې سترګې له اوښکو ډکې وې وویل:‌ ''نه شم کولی څه ووایم، ډېره تر اغېز لاندې راغلې یم.''
د انځور حقوق NA
Image caption د جعفر پناهي وروستی فلم په یوه ټکسي کې جوړ شوی، چې خپله دی یې چلوونکی دی

نوموړی تر اعتراضونو وروسته په ۶ کلونو بند محکوم شوی او ۲۰ کاله له خپلو ټولنیزو حقونو بې برخې اعلان شوی.

خو جعفر پناهي تر محکومیت وروسته هم په (دا یو فلم نه دی)، (پرده) او (ټکسي) فلمونو نړیوالو نندارتونونو کې ګډون درلود.

د (پرده) فلم د جعفر پناهي او کامبوزیا پرتوی له خوا جوړ شوی،‌ چې دوه کاله مخکې یې د برلین د طلايي خوګ جایزه هم ګټلې وه.

ددغه فلم د جایزې ګټلو لپاره کامبوزیا پرتوی او مریم مقدم برلین ته د جایزې ترلاسه کولو لپاره تللي و،‌ چې تر ستنېدا وروسته په ایران کې توقیف کړل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طلايي خوګ جایزه د چیلي فلم جوړوونکي پابلو لارایین ته هم رسېدلې ده.

ورته مطالب