''یوټیوب'' وېبپاڼه خپله لسمه کلیزه لمانځي

د انځور حقوق l
Image caption د دغې ویبپاڼې ځينې ویډیو ګانې د کلتوري مظاهرو په توګه مشهورې شوې.

ویډیو خپروونکې ټولییزه رسنۍ یو ټیوب لسمه کلیزه لمانځي. دغه پاڼه په ۲۰۰۵ کال کې دریو کسانو جوړه کړه او اوس مهال یې د کاروونکو شمېر له یو میلیارد کسانو اوښتی دی.

د دغې ویبپاڼې ځينې ویډیو ګانې د کلتوري مظاهرو په توګه مشهورې شوې.

چې له دغه ډول ویډیوګانو نه د سویلي کوریا د سندرغاړي پي سیز مشهوره سندره، ګنګنم سټایل ده. د یو ټيوب څښتن شرکت ګوګل مسوولین دا وروستیو کې ویلي و، چې هره ورځ په اوسط ډول له اوو تر ۱۰میلیونو کسان دغه ويډیو ګوري. د دغې ویډیو له امله د جسټن بیبر جوړ شوی ریکارډ مات شو.

په ویډیو کې د جنوبي کوریا د پلازمېنې سیول په هغه سیمه کې، چې شتمن خلک په کې اوسېږي، د (کنزیومرازم) یا مشتریتوب په اړه طنز شوی. له همدې امله په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کې هم د دغې سندرې نوم پر یو ټیوب د ډېرو خلکو لخوا د خوښولو له امله ثبت شوی دی.

خو په ځینو مواردو کې دغه پاڼه یو شمېر هېوادونو کې له بندیزونو سره هم مخامخ شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption برازیلي چارواکو ویلي و په دغو ویډیوګانو که د ښاروالۍ د مقام لپاره د یوه کاندید په ضد درواغ تورونه لګولو شوي وو. قاضي د دغو ویډیو ګانو د لرې کولو امر کړی و، خو ګوګل انکار وکړ او ویې ویل، چې دوی به د دې پرېکړې په اړه اپیل وکړي.

دا وروستیو کې د پاکستان چارواکو په خپل هېواد کې د یوټیوب په انټرنیټي پاڼه د بندیز لګولو امر وکړ. ویل شوي و، چې هاغه امر د یوټیوب د پاڼې چلوونکو له خوا له دغه پاڼې څخه د هغه فلم له لرې کولو څخه له انکار کولو وروسته ورکړل شوی و، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) ته په کې سپکاوی شوی و.

دغه راز ۲۰۱۲ کال وروستیو کې په برازیل کې یوه ځايي قاضي په دغه هېواد کې د ګوګل د مشر فیبیو ژوزې سلوا د نیولو امر وکړ. قاضي د ګوګل لخوا له یو ټیوب څخه د یو شمېر ویډیو ګانو له لرې کولو څخه له انکار وروسته دغه اقدام وکړ.

برازیلي چارواکو ویلي و په دغو ویډیوګانو که د ښاروالۍ د مقام لپاره د یوه کاندید په ضد درواغ تورونه لګولو شوي وو. قاضي د دغو ویډیو ګانو د لرې کولو امر کړی و، خو ګوګل انکار وکړ او ویې ویل، چې دوی به د دې پرېکړې په اړه اپیل وکړي.

د شرکت په خبره دوی یو ټیوب ته د لېږل شویو ویډیوګانو په اړه مسوول نه دي.

ورته مطالب