په لايبريا کې ښوونځي بېرته پرانيستل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption ګيني تېره مياشت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي وو، همدارنګه سيراليون غواړي د مارچ تر پايه پورې خپل ټول ښوونځي پرانيزي.

د اېبولا ناروغۍ له کبله ډېر ښوونځي چې مخکې تړل شوي وو اوس بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.

زده کوونکي دې پرمختيا ته په ښه سترګه ګوري، خو ځيني بيا وايي چې تر اوسه دغه وژونکې ناروغي له منځه نه ده تللې.

د ښوونځيو کارکوونکي په دروازو کې د زده کوونکو تبه ګوري او هغوی ته اوبه ورکوي چې لاس پرېمينځي.

په ۲۰۱۳ کال کې لايبرا يو له هغو هېوادو و چې د اېبولا زياتې پېښې په کې ثبت شوې وې.

تر اوسه پورې دې ناروغۍ له ۹ زره زيات کسان وژلي، په تېرو څو اوونيو کې په دې شمېرو کې کمی راغلی دی.

د انځور حقوق bbc
Image caption د ښوونځيو کارکوونکي په دروازو کې د زده کوونکو تبه ګوري او هغوی ته اوبه ورکوي چې لاس پرېمينځي

د روغتيا نړيوال سازمان په وينا د فبروۍ تر ۸ مې پورې يوه اوونۍ کې، يوازې د اېبولا دری پېښې ثبت شوې دي.

د ګيني پلازمينه کوناکري په يوه غونډه کې د لايبريا، ګيني او سيراليون مشرانو په ۶۰ ورځو کې د اېبولا د ختمولو غوښتنه وکړه.

ګيني تېره مياشت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي وو. همدارنګه سيراليون غواړي د مارچ تر پايه پورې خپل ټول ښوونځي پرانيزي.

د بي بي سي جانتن پې لېيلي وايي په لرې پرتو سيمو کې تراوسه ټول ښوونځي پرانيستلو ته تيار نه دي.

حکومت د اېبولا د مخنيوي لپاره ډېرې لارې چارې په پام کې نيولې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۳ کال کې لايبريا يو له هغه هېوادونو و چې د ايبولا زياتې پېښې پکې ثبت شوې وې

د لايبريا د روغتيا وزارت مرستيال ښاغلی کومبويا وايي "موږ د ښوونځيو له چلوونکو غواړو چې يو ټولګی بايد له ۴۵ يا ۵۰ زيات زده کوونکي ونه لري. مخکې به دغه شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېده"

۲۲ کلنه تيرسا لرمه د کمپيوټر سايسن صنف ته په لار بی بي سي ته وويل "د ښوونځيو بندېدل د اېبولا د ناروغۍ پر وړاندې يو ښه ګام و" دې زياته کړه "څومره چې په کور کېنو هغومره به وروسته پاتې کېږو "

يو بل زده کوونکي وويل "ايبولا تر اوسه ختمه شوي نه ده، موږ په ښوونځي کې له ملګرو سره له اړيکي نيولو ډارېږو. خو موږ نه غواړو يوازې په کور کېنو"

ورته مطالب