د پوليو درملنې لپاره د نويو مصنوعي واکسينو جوړول

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي افغانستان او پاکستان له هغو هېوادونو څخه دي چې تراوسه پکې د پوليو ناروغۍ پېښې تر سترګو کېږي

د ساينس پوهانو يوه نړيواله ډله غواړي د پوليو ناروغۍ درملنې لپاره نوي مصنوعي واکسين جوړ کړي.

ويل کېږي دغه ناروغي نژدې له منځه تلو په حال کې ده. اوس هر کال په ټوله نړۍ د پوليو يوازې څو سوه پېښې رامنځ ته کېږي.

هيله دا ده چې دا نوي واکسين به وکولای شي د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو کې بريالي ثابت شي.

د روغتيا نړيوال سازمان او د بېل او مېلېنډا ګېټز بنسټ غواړي د دې پروژې لپاره شپږ لکه او ۷۴ زره ډالر مرسته وکړي.

دا پروژه کليفورنيا کې د پرمختللي ساينس لپاره د امريکايي ټولنې په کلني غونډه کې اعلان شوه.

د امريکا او بريتانيا ساينسپوهان به په دغه څېړنه کې برخه اخلي.

د انځور حقوق LFRYDEPT STRUCTURAL BIOLOGYOXFORD
Image caption څېړونکي وايي هيله من دي چې د پوليو ناروغۍ لپاره دا نوي واکسين ګټور ثابت شي

ساينسپوهان وايي د پوليو پر خلاف جکړه نژدې د ګټلو په حال کې ده.

پخوا به په نړيواله کچه د پوليو په سلګونه زره پېښې رامنځ ته کېدې خو تېر کال يوازې ۳۵۰ پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې په پاکستان کې وې.

د اکسفورډ پوهنتون يو پروفيسور ډېو سټورټ چې د دې ډلې غړی دی وايي "دا واکسين به جېنوم ونلري او له وايروس خلاص واکسين دي

" دا به د يوې پېچليې کېمياوې مادې په ډول جوړ شي او د وايروس په بڼه به ښکاري. ده زياته کړه " موږ تراوسه د پاتې څو پېښو له منځه وړلو کې نه يو بريالي شوي"

داسې ښکاري چې دا ډله د برياليتوب پر لور روانه ده ځکه دوی مخکې هم د پښو او خولې د ناروغيو لپاره واکسين جوړ کړی و.

پوليو هم د وايروسونو له کورنۍ ده چې دوی ته ورته کار کوي.

څېړونکي وايي هيله من دي د پوليو لپاره دغو مصنوعي واکسينو کې بريالي شي او دا به د دې ناروغۍ د مخنيوي کې يوه لویه لاسته راوړنه وي.