پر بهرني هېواد نیوکې اردنی مشر تر زندانه وڅکاوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption په اردن کې د اخوان المسلمین ملاتړو د ارشید زنداني کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ

اردن د اخوان المسلمین ګوند مرستیال مشر په ۱۸ میاشتو له دې کبله په بند محکوم کړی،‌ چې ګني له بهرنیو هېوادونو سره یې د اړیکو د ترینګلتیا لپاره لمن وهلې ده.‌

د اردن رسمي خبري اژانس (بترا) ویلي، زکي بني ارشید پوځي محکمې د درو کلونو بند پرېکړه صادره کړې وه.‌

د اردن چارواکو نوموړی په تېر نومبر کې له ''دوست هېواد سره د اړیکو د خړې فضا رامنځته کولو'' په تور نیولی و.

خو هغه مهال رسمي سرچینو ویلي وو چې ګني بني اریشید د هغې مقالې لیکلو له کبله نیول شوی،‌ چې د اماراتو پر حکومت یې نیوکه پکې کړې وه چې ولې یې اخوان المسلمین ګوند یوه 'ترهګره' ډله بللې ده.‌

په یمن کې د اخوان المسلمین ګوند دغه مشر پر اماراتو دا تور هم پورې کړی و،‌ چې ګني ''په سیمه کې د سیاسي اسلام ضد فعالیتونو کې رغنده رول لوبوي."

د ښاغلي بني ارشید دغه مقاله په ګڼو وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.‌

نوموړي دا مقاله وروسته تر هغه لکیلې وه چې په متحده عربي اماراتو کې د اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په کتار کې ګڼل شوې وه.‌

متحده عربي اماراتو دغه ډله په نورو اسلامي هېوادونو، اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم ترهګره اعلان کړې وه.

بني ارشیف د اماراتو حکومت ''د ترهګرۍ لومړی پالونکی'' بللی و،‌ چې په وینا یې ''دوی هېڅ قانوني بڼه نه لري''.

په مصر او ځینو نورو هېوادونو کې اخوان المسلمین ګوند ترهګر اعلان شوي، چې غړي یې پرله پسې توګه نیول کېږي.

خو په اردن کې دغې ډلې ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شوې.‌

خو اردن اخوان المسلمین ګوند ته په خلیجي هېوادونو کې پر واکمنو نظامونو د نیوکې حق نه ورکوي.‌

په وروستیو میاشتو کې اردن د ''اسلامي دولت'' له سخت دریځو مشکوکو ملاتړو سره لاس او ګرېوان دی، چې له په تېره یوه کال کې له ګاونډي عراق او سوریې نه ور اوښتي دي.

اردن وروسته تر هغه پر 'اسلامي دولت'' بمباري پیل کړه،‌ چې تېره میاشت دغې ډلې د یوه اردني پیلوټ د ژوندي سوځولو وېډیو خپره کړه.‌

ورته مطالب