بریتانیا کې د عدلي سیستم آنلاین محکمې جوړولو وړاندیز

د انځور حقوق spl

د عدلي سیسټم عصري کولو او لګښتونو لږولو لپاره د انلاین محکمې جوړولو وړاندیز شوی.

د ملکي عدلي چارو سیسټم د څار یو پلاوی انګلستان او ویلز کې د یوې انلاین محکمې جوړېدو غوښتنه کړې، چې وايي دې سره به لګښتونه لږ شي.

د ملکي عدلي شورا رپوټ کې د شخړو هواري یوه داسې سیسټم وړاندیز شوی، چې وايي قاضیان به ځینې غیر جنايي قضیو په اړه انلاین پرېکړه کوي او وايي دې سره به د محاکمو له لګښتونو پرته دا چاره تر سره کېږي.

په رپوټ کې د یوې تګلارې جوړولو او له هغه وروسته په ۲۰۱۷ کال کې دې لړ کې د بشپړو ضوابطو جوړولو وړاندیز شوی دی.

شاهي محاکمو د دغه وړاندیز هرکلی کړی. وړاندیز شوي سیسټم کې به هغه انلاین وسایل شامل وي، چې شخړو کې به حقایق جوتوي او حل ته به یې لارې چارې لټوي.

دغه راز به د شکېلو لوریو تر منځ هوکړې ته د رسېدو لړ کې د مرستې کولو اسانتیاوې هم شاملې وي او که دغه مرستې نابریالۍ وي، د انلاین قاضي پرېکړه به د یوې محکمې د قاضي په توګه اجباري وي.

د بي بي سي قانوني چارو خبریال کلایو کولیمان وايي دغه رپوټ په اوسني قضايي او عدلي سسټم کې د بدلون غوښتنه نه کوي، بلکې په هغه بنسټیزه تګلاره کې د بدلون غوښتنه کوي، چې وايي اوسنی سیسټم یې اوسمهال پر بنسټ د قضیو پرېکړه کوي.

دغه وړاندیز د هغه فکر پر بنسټ رامنځته شوی، چې وايي محکمه د یوه مرکز پر ځای خدمتونه دي، چې وايي په همدې بنسټ د یوه انلاین دولتي سیسټم وړاندوینه کېږي، چې د شته ټولنیزو، کوچنیو قضیو د حلولو محاکمو او دیواني محاکمو تر څنګ به د کوچنیو قضیو د حل لپاره فعالیت کوي.