څېړنه: هندي چرس د لېونتوب لامل ګرځي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه څېړنه پر ۷۸۰ کسانو تطبیق شوې ده.

په بریتانیا کې یوې نوې څېړنې ښودلې ده چې هندي چرس څکول د ذهني لېونتون ناروغۍ لامل ګرځي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزرات ویاند ویلي، دغه څېړنه پر چرسو د چارواکو له لوري د بندیز لګولو ته ښه پلمه ده.

د لندن کینګز ګولډج پوهنتون له لوري په دې څېړنه کې ویل شوي، چې هندي چرس د ذهني لېونتون ۲۴ سلنه ناروغیو کې نېغ په نېغه اغېز لري.

په څېړنه کې ویل شوي چرس د هغو کسانو ستونزه درې برابره ډېروي، چې چرس نه څکوي، خو چې څکوي یې دغه بدبویه هندي چرس پیلوي.

دغه څېړنه پر ۷۸۰ کسانو تطبیق شوې ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا څېړنه ښه پلمه ده چې چارواکي پر چرسو څکولو بندیز ولګوي.

څېړونکي وايي، عادي چرس د هندي بدبویه چرسو په پرتله لږ خطر لري، همدا ده چې د ذهني لېونتوب اغېز یې هم کم وي.

ډاکټره مارتا دي فورټي وايي، هندي (اسکانک) چرس ډېر بدبویه دي، چې اوس په پراخ کچه هرځای پیدا کېدای شي.

نوموړې بي بي سي ته ویل: "د پولیسو له لوري داسې رپوټونه خپاره شوي، چې ګني بریتانیا کې دغه بدبویه چرس اوس ډېر تولیدېږي، موږ نه یوازې دا چرس په سیمه ییزه کچه کاروو، بلکې صادروو یې".

دا وايي، هغه کسان چې دغه چرس څکوي، د ذهني لېونتوب ناروغي ورته پیدا کېږي، پر شاوخوا کسانو هېڅ باور نه کوي، او تل د هر څیز په اړه ډېر شک کوي.

دغه څېړنه پر هغو ۴۱۰ ناروغانو هم عملي شوې، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ دي، او وايي چې دوی د ذهني لېونتوب ناروغي لري.

همداشان، دا څېړنه پر ۳۷۰ روغو کسانو، چې همدا شان عمرونه لري، هم تطبیق شوې ده.