د یمن حوثیان وايي واک "نه "پرېږدي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption حوثیانو د فبرورۍ پر شپږمه د یمن حکومت نسکور کړی، پارلمان یې منحل کړ او ولسمشر او نور جګپوړي چارواکي یې د صنعاء تر نیولو وروسته جبري اوسېدو ته اړایستل.

په یمن کې د حوثیانو هغه ډله، چې پلازمېنه صنعاء یې لاندې کړې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه رد کړې، چې له حوثیانو یې د واک پرېښودو غوښتنه کړې وه.

دغې ډلې په یوه ویناپاڼه کې پر ملګرو ملتونو د یمني ولس هیلو ته د درناوي کولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړاندې په یوه پرېکړه لیک کې له حوثیانو غوښتي وو چې له ټولو حکومتي بنسټونو ووځي، او ولسمشر عبد ربه منصور هادي او نور جګپوړي چارواکي له جبري اوسېدو خلاص کړي.

امنیت شورا پر حوثیانو دا غږ هم کړی و چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د خبرو میز ته کښېني.

ملګرو ملتونو ویلي، که چېرې حوثیان ددوی پرېکړه لیک او غوښتنې ونه مني، شاید له نورو اجرآتو ګټه واخلي او پر حوثیانو بندیزونه ولګوي.

وړاندې د خلیجي هېوادونو شورا د نړیوالې ټولنې د هوکړې اوومې مادې مطابق پر حوثیانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې وه.

حوثیانو د فبرورۍ پر شپږمه د یمن حکومت نسکور کړی، پارلمان یې منحل کړ او ولسمشر او نور جګپوړي چارواکي یې د صنعاء تر نیولو وروسته جبري اوسېدو ته اړایستل.

حوثیان چې ځانونه انصارالله بولي، له څو اونیو راهیسې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي او لومړي وزیر خالد بحاح په ګډون د جګپوړو چارو د استعفا په پلمه لاریونونه کول، چې بالاخره دوی یې په جبري ډول پر کورونو کښېنول.

امنیت شورا پخپله پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړی چې یمن د (سقوط) په حال کې دی.

په وروستۍ یوه اونۍ کې ګڼو غربي او عربي هېوادونو یمن کې خپل سفارتونه وتړل.‌

د حوثیانو پر دغو کړنو د یمن د ننه سخت لاریونونه وشول.

عربي هېوادونه د حوثیانو د بغاوت تر شا د ایران لاسونه بولي، خو ایران او حوثیانو دا تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب