"اسلامي دولت" عراق کې ۴۵ کسان "ژوندي سوځولي"

د انځور حقوق AP
Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ 'اسلامي دولت' د عراق البغدادي ښار ونیو

د عراق لوېدیځ البغدادي ښار سیمه ییز پولیس وايي، "اسلامي دولت" ۴۵ کسان په ژوند تر مرګه سوځولي دي.

د عراق البغدادي سیمه ییز پولیس وايي، "اسلامي دولت" په دې ښار کې ۴۵ ژوندي کسان تر مرګ پورې سوځولي دي.

جګړن قاسم العبیدي ویلي، تر اوسه روښانه نه ده، چې وژل شوي څوک دي، او ولې یې دغې ډلې ژوندي سوځولو ته مخه کړې ده.

"اسلامي دولت" ډلې تېره اونۍ د البغدادي ښار ګڼې برخې ونیولې.

دغه سیمې د عراق "عین الاسد" په نامه هغې پوځې اډې ته نژدې دي، چې امریکايي پوځي روزونکي پکې عراقي ځواکونه روزي.

که څه هم دغه راپور د کومې بلې سرچینې له لوري نه دی تایید شوی، خو په سیمه کې د جګړې له کبله له چا سره اړیکه هم نه ده نیول شوې.

د "اسلامي دولت" جنګیالیو د څو میاشتو لپاره د البغدادي ښار ځینې برخې کلابندې کړې وې، چې بالاخره د تېرې پنجشنبې په ورځ یې دغه ښار ونیو.

دغه ښار د عراق الانبار ولایت له هغو ګوتو په شمېر ښارونو دی، چې د حکومت تر کنټرول لاندې و.

څو ورځې مخکې د "اسلامي دولت" اړوندې یوې ډلې په لیبیا کې له ۲۱ مصري مسیحيانو سرونه غوڅ کړي وو.

دغې ډلې په یوه وېډیو کې د دغو مسیحیانو د سرونو غوڅولو پېښه خپره کړې وه، چې د مصر غوسه یې وپاروله او بالاخره د لیبیا په خاوره کې یې د "اسلامي دولت" پر اهدافونو بمباري وکړه.

ورته مطالب