' د امریکا جګړه له سخت دریځۍ سره ده '

د انځور حقوق AP
Image caption دغه کنفرانس کې له شپیتو د ډېرو هېوادونو استازي ګډون لري

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي امریکا له اسلام سره د جګړې په حال کې نه ده، بلکې وايي له هغو کسانو سره جګړه کې ده، چې د مذهب ناسم تعبیر وړاندي کوي.

د امریکايي ولسمشر په خبره هغه کسان، چې د القاعده او داعش په څېر ډلو مشري کوي، مذهبي مشران نه دي، بلکې وايي ترهګر دي. نوموړي ویلي، هېڅ مذهب د ترهګرۍ مسوول نه دی. هغه زیاته کړه، په امریکا کې او له امریکا بهر هم غواړي د زغم لپاره د پورته کېدونکو غږونو ملاتړ وکړي.

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د هغې غونډې مشري کوله، چې له خونړۍ سخت دریځي سره د مبارزې لپاره بلل شوې وه.

له دې مخکې د لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼې لپاره یوې سرمقالې کې نوموړي لیکلي، چې د خونړۍ سخت دریځي خلاف جګړه یوازې د پوځي زور په مرسته نه شي ګټل کېدای. نوموړي لوېدېځوالو او اسلامي نړۍ مشرانو نه په ټینګار غوښتي، چې د سخت دریځو د دروغو ژمنو ماتولو لپاره یو موټی شي.

د هغه په وینا دوی باید په یوه خوله هغه مفروضه رد کړي، چې جهادي ډلې د اسلام استازیتوب کوي. په خپله اوږده وینا کې ولسمشر اوباما وویل، چې ترهګر د نړۍ له یو میلیاردو ډېرو مسلمانانو استازي نه دي.

د لوېدېځ او اسلامي نړۍ تر منځ د اړیکو په اړه د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې نړیوال باید د کلتورونو تر منځ د ټکر مفروضه هم و نه مني.

ولسمشر اوباما ومنله، چې د ترهګرو ډلو له لوري د ځوان کول د غولولو مخنیوي لپاره باید د ځوانانو ستونزې حل شي.

دغه کنفرانس په فرانسې، ډنمارک او اسټرالیا کې د سخت دریځو له اوسنیو بریدونو وروسته کېږي، چې پکې له شپیتو د ډېرو هېوادونو استازي ګډون لري.