پوروشینکو د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک غوښتنه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د چهارشنبې په ورځ له دیبالتسوا نه ۲۵۰۰ اوکرایني پوځیان وتلي دي پېترو پوروشینکو

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشینکو د خپل هېواد ختیځ کې د اوربند ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې.

نوموړي یوې بېړنیزې امنیتې غونډې ته وینا کې وویل، دغه ځواکونه به داسې یوه حالت کې د امنیت ټینګښت تضمین کړي، چې په خبره یې دسولې ژمنې نه دي عملي شوې.

د نوموړي دغه څرګندونې په ستراتیژیک ښارګوټي دیبالتسوا کې له درنې جګړې وروسته د اوکرایني ځواکونو له شاتګه وروسته مخې ته راغلې.

په نړیواله کچه د تېرې اونۍ له اوربند هوکړې سره سره دیبالتسوا کې د یاغیانو پرمختګ غندنه شوې ده.

د چهارشنبې په شپه د اوکراین ملي امنیت او دفاع شورا د ښاغلي پوروشینکو غوښتنه تایید کړې ده. د یادې شورا مشر الیکساندر تورچینوف په خبره:

'د دغې موضوع په اړه خبرې وشوې او پرېکړه داسې وشوه، چې باید له ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې نه غوښتنه وشي او اوکراین کې د سوله ساتو او امنیتي عملیاتو په اړه ورسره اندېښنې شریکې شي. '

د انځور حقوق president.gov.ua
Image caption د چهارشنبې په شپه د اوکراین ملي امنیت او دفاع شورا د ښاغلي پوروشینکو غوښتنه تایید کړې ده

دغه څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې ولسمشر پوروشینکو ویلي د چهارشنبې په ورځ له دیبالتسوا نه ۲۵۰۰ اوکرایني پوځیان وتلي دي.

دی وايي، که څه هم د پوځیانو وتلو په باب همغږي وه، خو وايي دې سره هم لږ تر لږه شپږ پوځیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

له دې مخکې یوه لوړپوړي اوکرایني پوځي چارواکي ویلي و، چې دیبالتسوا کې د تېرو دریو ورځیو مودې کې ۲۲ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

یاغیان بیا د حکومت له لوري د ایستل شویو شمېر ډېر ښيي.

هغه اوربند، چې د یکشنبې په ورځ رامنځته شو، د اوکراین په نورو برخو کې هم په پراخه کچه څارل کېږي او داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې ګواکې دواړو لورویو د اوکراین له ځینو نورو برخو هم درنې وسلې لرې کړې دي.

د انځور حقوق REUTERS
Image caption څارونکي نه دي توانيدلي دیبالتسوا ته ورسیږي

خو د او ایس سي اې څارونکي، چې د دغه اوربند څارنې مسوولیت لري نه دي توانيدلي دیبالتسوا ته ورسیږي.

د اوکراین ختیځ کې له هغه وروسته، چې روسیې د کریمیا سیمه په خپلې خاورې پورې ضمیمه کړه، اپریل میاشت کې جګړه پیل شوه.

ملګري ملتونه وايي دغې جګړې کې له پنځه زره شپږ سوه ډېر کسان وژل شوي دي، خو داسې اندېښنې شته، چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر له دې ډېر وي.

د اوکراین لوېدېځ پلوه حکومت وايي روسیه له پوځونو او وسلو سره د یاغیانو ملاتړ کوي، خو کریملین پرلپسې دغه تورونه ردوي.