د فرعوني پیشو مجسمه په ۵۲ زره پونډه وپلورل شوه

د انځور حقوق DAVID LAY
Image caption دغه مجسمه د فرعوني پېر د شپږویشتمې کورنۍ اړوند ښودل شوی، چې له میلاد نه ۵۰۰ یا ۷۰۰ کاله مخکې یې واکمني کړې ده.‌

د لیلام په یوه مرکز کې د فرعوي پېر د پیشو یوه برونزي مجسمه په ۵۲ زره پونډه وپلورل شوه، چې څښتن یې فکر کاوه هسې بې ارزښته مجسمه به وي.

ددغې برونزي پیشو د مجسمې لرغونتوب تر ۲۵۰۰ کلونو پورې اټکل شوی دی، چې د بریانیا په ویسټ کورنویل کې په یوه کور کې وموندل شوه.‌

اټکل دا و چې دغه مجسمه به د ۵ او ۱۰ زرو پونډو ترمنځ وپلورل شي.‌

مجسمه د لندن د ډالیو یوه لرغوني ځای ته راوړل شوې وه.

په لیلام کې د مرکز چلوونکي ډیویډ لای وویل، د مجسمې اصلي څښتن ته د مجسمې ارزښت نه دی معلوم، خو نژدې وه چې دوی دغه مجسمه په خځلنۍ کې واچوي.

لای زیاتوي، د پیشو دغه مجسمه د دوګلاس لیدیل وه،‌ چې په ۲۰۰۳ کال کې مړ شوی.

لیدیل په کورنویل کې په ۱۹۸۷ کال متقاعد شو، چې مخکې یې په (سپینګ اېنډ سن) شرکت کې کار کاوه.

دغه شرکت د مصري لرغونتوکو د خرڅلاو برخه کې کاروبار کاوه.

لای وايي، دغه مجسمه د بریتانوي موزیم د یوه کارپوه له خوا وپېژندل شوه.‌

د انځور حقوق DAVID LAY
Image caption ددغې مجسمې لرغونتوب نژدې ۲۵۰۰ کلونه اټکل شوی.

دغه مجسمه د فرعوني پېر د شپږویشتمې کورنۍ اړوند ښودل شوی، چې له میلاد نه ۵۰۰ یا ۷۰۰ کاله مخکې یې واکمني کړې ده.‌