'سوریې ته تللې برتانوۍ نجونې له سخت خطر سره مخ دي'

Image caption دغه نجونې د سې شنبې په ورځ وروستی ځل لیدل شوې

برتانوي پولیسو د لندن ختیځ اوسېدونکو هغو دریو نجونو خوندیتوب په اړه سخته اندېښنه شوولې، چې دوی فکر کوي له داعش سره یوځای کېدو لپاره د ترکیې له لارې هلته رسېدلې دي.

۱۵ کلنه شمیمه بیګم، ۱۶ کلنه قدیضه سلطانه او د دوی یوه بله ۱۵ کلنه ملګرې د سې شنبې په ورځ له لندنه ترکیې ته روانې شوې دي.

دغه درې نجونې د یوې داسې نجلۍ سهیلۍ دي، چې ۲۱۰۴ کال کې سوریې ته تللې وه. د لندن میټروپولیټن پولیسو مشر، رچارډ والټن اندېښمن دی، چې دغه درې برتانوۍ نجونې له داعش سره یو ځای کېدو لپاره هلته تللې دي.

د دغو نجونو د ښوونځي مشرتابه پلاوي، عبدالصمد بیا دغه خیال ردوي، چې ګواکې نجونې سوریې ته د تلو لپاره ترکیې ته تللې دي.

د نوموړي په وینا د دوی په ښوونځي کې هېڅ ډول ( سخت دریځي ) نه شته. نوموړی وايي، زه بشپړ باوري یم، چې موږ له ښوونځي نه د زده کړو تر لاسه کونکو زده کونکو خوندیتوب لپاره اړین اقدامات کړي دي.

د هغه په خبره دی اوس هم نه مني، چې نجونې په رخصیتو له تلو پرته د کوم بل هدف لپاره په سفر تللې، ځکه وايي دوی د رخصتیو لپاره چمتوالی کړی او د همدې هدف لپاره یې کالي له ځانه سره وړي دي.

Image caption ۱۶ کلنه قدیضه ترکیې ته تللیو نجونو کې تر ټولو مشره ده

خو د پولیسو مشر رچارډ والټن وايي، نجونې سوریې ته د تلو هوډ لري او په هغه سیمه کې به د سر له سخت خطر سره مخامخې وي.

نوموړی وايي هیله مند یم، چې نجونې زموږ له اندېښنو او ورته متوجه خطرونو خبرې شي او کورونو ته ستنې شي، چې وايي د کورنیو غړي یې ورته ډېر اندېښمن دي.

پولیس وايي دوی هیله مند دي، چې د ترکیې او سوریې پر پوله د سخت موسم له کبله به نجونې لا هم ترکیې کې وي.

دغه نجونې د سې شنبې په ورځ وروستی ځل لیدل شوې، چې د معقولو پلمو له کبله یې ټوله ورځ له کوره بهر ته د وتلو اجازه تر لاسه کړې وه.

خو د سې شنبې په ورځ نجونې د ترکش ایرلاین الوتکې په وسیله ترکیې ته روانې شوې دي. پولیس وايي داسې احتمال شته، چې شمیمه د خپلې ۱۷ کلنې خور اقلیمه بیګم په نوم سفر کوي، خو د دریمې ملګري نوم یې د مور پلار په غوښتنه پولیس نه برالا کوي.