هندوستان: 'خوګ والګي' اووه سوه کسان وژلي دي

د انځور حقوق AP
Image caption هند کې ولس له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره اقدامات کړي

هندوستان کې چارواکي د سوان فلو یا خوګ والګي کابو کولو هڅې کوي، چې له کبله یې تېرو اوو میاشتو کې دغه هېواد کې اووه سووه کسان وژل شوي دي.

تېره یوه اونۍ کې په دغه ناروغي د اخته کسانو شمېر دوه برابره شوی دی.

اوسمهال ویل کېږي، چې ۱۱ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته دي. پر حکومت نیوکه کېږي، چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په مناسب وخت دارو درمل نه دي رسوولي.

خو بل لور ته حکومتي چارواکي وايي حالت کابو دی. ۲۰۱۰ کال راهیسې دا هند کې د یادې ناروغۍ تر ټولو خونړی برید دی.

دغه والګی د ایچ ون، این ون ویروس له کبله خپریږي، چې لومړی ځل ۲۰۰۹ کال کې مکسیکو کې برالا شو او په خورا چټکۍ سره ټوله نړۍ کې خپور شو.

د هند عامې روغتیا وزارت د ټلویزیون او راډیو له لارې د یادې ناروغۍ په باره کې د عامه پوهاوي خپرولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، د ناروغي مخنیوي لپاره د دارو درملو لږوالي رپوټونه دروغ دي

د عامې روغتیا وزیر، جې پي نادا هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره دارودرمل لږ دي.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې که کوم درملتون د درملو له ورکړې انکار کوي، اړوندو چارواکو ته دې په دې اړه معلومات ورکړي.

نوموړی وايي د اندېښنې وړ حالت نه دی او حکومت حالت له نژدې څاري. ماهرین وايي د تودوخې درجې ټیټوالي له کبله یاده ناروغي خپره شوې ده.