سوریه: د جنګي مجرمانو نومونو پر افشا کولو غور کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د کمېسیون په وینا د شکمنو مجرمانو څلور نوملړونه د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنر ته ورکړل شوي دي

ملګري ملتونه د داسې نژدې ۲۰۰ کسانو د نومونو په برالا کولو غور کوي، چې شک پرې کېږي، سوریې کې جنګي جرمنو کې لاس لري.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو څېړونکو ویلي، چې سوریې کې جنګي جرمونه ډېر شوي دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سوریې څلور کلنې جګړې کې له دوو لکو شلو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو هغه کمېسیون، چې د سوریې په باب څېړنه کوي وايي، پنځه بېل نوملړونه یې چمتو کړي، چې پکې جنګي جرمونو کې د ککړو کسانو نومونه بېلو کټګوریو کې لیکل شوي دي.

د ملګرو ملتونو څېړونکو نوملړ کې د شته کسانو له شمېر برالا کولو ډډه کړي، خو بي بي سي ته دیپلوماتیکو سرچینو د دغه کسانو شمېر نژدې ۲۰۰ ښوولی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption کمېسیون ویلي، چې سوریې کې حکومت او د النصره جبهې په شمول کوچنیو او لویو یاغي ډلو او داعش په څېر لویو سخت دریځو ډلو ظلمونه کړي دي

سوري ځواکونو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې بې شمېره هوايي بریدونه کړي او د بشري حقونو ادارې دغو بریدونو کې د بې ګناه کسانو وژل کېدو تورونه پورې کوي.

ملګري ملتونه وايي سوریې کې د روانې جګړې له کبله نژدې ۹۰ لکه سوري وګړي په هېواد کې دننه او له هېواده بهر بې ځایه شوي دي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له معلوماتو ورکولو وروسته د یاد کمېسیون یوه ویاند وویل، دوی د یاد نوملړ له خپرولو وروسته د (ممکنه پایلو)په اړه غور کوي.

په هغه رپوټ کې، چې د همدې جمعې په ورځ خپور شو، کمېسیون ویلي، چې سوریې کې حکومت او د النصره جبهې په شمول کوچنیو او لویو یاغي ډلو او داعش په څېر لویو سخت دریځو ډلو ظلمونه کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption له ۲۰۱۱ راهیسې چمتو شویو نوملړونو کې د اټکل له مخې له دېرشو تر څلوېښتو پورې نومونه موجود دي.

رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی، چې معمولاً د شکمنو جنګي مجرمانو نومونه نه څرګندیږي، خو وايي د دغې پالیسي پر ځای ساتل به مجرمانو ته د استثنا ورکولو په معانا وي.

د جمعې په ورځ څېړونکو دا هم وویل، چې د ادعا شویو جنګي مجرمانو نوملړ اړوند هېوادونو ته هم ورکول کېږي، چې سوریې کې په جرمونو کې خپلو ککړو کسانو خلاف اقدات وکړي.

د کمېسیون په وینا د شکمنو مجرمانو څلور نوملړونه د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنر ته ورکړل شوي دي او وايي پنځم هغه به مارچ کې وسپارل شي.

له ۲۰۱۱ راهیسې چمتو شویو نوملړونو کې د اټکل له مخې له دېرشو تر څلوېښتو پورې نومونه موجود دي.